د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ازادۍ جشن په برم او پرتم ولمانځل شو


د چارشنبې پر ورځ په خوست کې هم د افغانستان د ازادۍ جشن د یاد ولایت په ملي لوبغالي کې په پراخه کچه ولمانځل شو.

د چارشنبې پر ورځ په خوست کې هم د افغانستان د ازادۍ جشن د یاد ولایت په ملي لوبغالي کې په پراخه کچه ولمانځل شو.

د خپلواکۍ د جشن په مناسبت دې مراسمو کې، چې زرګونو خلکو برخه اخیستې وه، د ملکي او پوځي ادارو رسم ګذشت، ورزشي نمایشاتو، هنري پروګرامونو او د یوې سترې غونډې له پاره تابیا شوې وه.

د ملي لوبغالي سیمه د افغانستان په ملي بیرغونو او د خپلواکۍ په مناسبت په شعارونو، بینرونو او د ملي اتلانو په انځورونو مزینه ګرځیدلې وه.

له هغه وروسته چې خوست والي ته د تشریفاتو پوځي قطعه وړاندې شوه، د رسم ګذشت بلندوی او د ملي اردو د پلي لواء درستیزوال د رسم ګذشت پوځي قطعاتو ته تیارسی امر ورکړ او د حاضرینو پر وړاندې د ملي اردو، ملي امنیت، سرحدي ځواکونو او ملي پولیسو د سرتیرو پوځي پریټ اجراء شو.

وروسته په ترتیب سره د بیلابیلو ښوونځیو د زده کوونکو، محصلانو، نجونو، ورزشکارانو، مدني ټولنو او نورو بنسټونو د غړو جوپې د لوژ مخې ته راغلې او د خوست د ملکي او پوځي مشرتابه همدارنګه د خپلواکۍ د جشن د زرګونو ګډونوالو په مخکې يې د احترام او درناوي مراتب وړاندې کړل.

د رسم ګذشت ګډونوال د جشن د حاضرینو له خوا په چکچکو او تودو ولولو بدرګه کېدل.

د مراسمو دویمه برخه غونډې او ویناوو ته ځانګړې شوې وه، د خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو پيلیزو خبرو کې د افغانستان د ازادۍ په لار کې د افغانانو د مشرانو قربانۍ یادې کړې.

ده وویل، سره له دې چې د افغانستان خلکو د ازادۍ له پاره ډېره قربانۍ ورکړي، خو تر اوسه هم نورې نړۍ ته محتاجه او اوسیدونکي يې غریب او بې وزله پاتې شوي دي:

((موږ ویاړونه لرو، خو له بده مرغه د دې بریاوو څخه مو ګټه نه ده اخیستې، تر اوسه هم زموږ د هېواد په چارو کې د بهرنیو هېوادونو او پردي پالو کړیو د لاسوهنې نښې څرګندې دي، موږ هره ورځ شهیدان او ټپیان ورکوو، د هېواد زیربناء او روبناء مو صدمه ویني، د نړیوالې ټولنې په مرستو متکي یو، هېوادوال مو غریب او بې وزله دي، خلک مو د ژوند له اساسي اسانتیاوو بې برخې دي او په ټوله کې له پریمانه ستونزو سره لاس او ګریوان یو.))

په مراسمو کې د امنیتي ارګانونو په استازیتوب خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت خبرې وکړې، نوموړي د مراسمو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې په یاد ولایت کې به ټول پوځي ارګانونه د پوره همغږۍ په شتون کې د خلکو ارام او سوکاله ژوند وساتي:

((زه خپلو شریفو هېوادوالو ته اطمینان ورکوم، چې د دوی سرتیري سر ورکوي، خو سنګر نه ورکوي، موږ به د خپلو وینو په بیه ستاسو امن وساتو، موږ به هېچاته د دې اجازه ورنکړو، چې زموږ د هېوادوالو سوکاله ژوند نا ارمه کړي، موږ به چا ته د دې اجازه ورنکړو، چې زموږ د هېواد د ابادۍ مخه ونیسي او یا ورانکاري وکړي.))

د خوست د خلکو په استازیتوب د ولایتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال خبرې وکړې او د ځايي ادارې يې مننه وکړه، چې د هېواد د ازادۍ د جشن د لمانځنې له پاره ښه يې تدابیر نیولي دي.

د ښځو په استازیتوب د ولایتي شورا استازې زهره جلال وویل، چې د افغانستان د ازادۍ په ګډون په نورو هېوادنیو او ملي مسائیلو کې د ښځو رول د پام وړ دی.

زهره جلال وویل، ښځو خپلو وروڼو سره یو ځای د افغانستان د ازادۍ له پاره د انګریزانو سره په اوله، دویمه او دریمه جګړه کې برخه اخیستې ده او دې هېواد ته يې ویاړونه ګټلي دي.

له ویناوو وروسته په دویمه برخه کې د جنوبي پښتونخوا یو تن ځوان سندرغاړي وحید اڅکزی، افغاني هنرمند سردار سعید او د پښتو موسیقی پیاوړي استاد ګلزمان د خپلواکۍ د جشن په مناسبت ملي او حماسي سندرې وویلې، چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي، ګرمو ولولو او د لاسونو په پړقا لمانځل کیدې.

مراسم چې تر ماسپښینه وغځیدل په کې ګډونوالو یو شمېر اتڼونه هم اجراء کړل.

XS
SM
MD
LG