د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ منلي قوانین په ملاکنډ کې نه دي عملي کېږي"


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خییر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک وايي ، دوی هڅه کوي چې د منظور شوي قوانین د صوبې تر واک لاندې سیمو ته هم وغځوي.

پېښور: د خییر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک وايي ، دوی هڅه کوي چې د منظور شوي قوانین د صوبې تر واک لاندې سیمو ته هم وغځوي.

پرویز خټک وايي ، دی به په دې لړ کې ډېر ژر د پاکستان له ولسمشر ممنون حسېن سره لیده کاته کوي او له هغه به هم منظوري اخلي.

د ولسمشر له لاس لیکه پرته د خیبر پښتونخوا حکومت نه شي کولای چې د صوبايي اسمبلۍ له خوا منظور شوي قوانین د دې صوبې تر واک لاندې سیمو ته وغځوي.

پرویز خټک ویلي چې د ولسمشر ممنون حسېن له لاس لیکه وروسته به دا قوانین د خیبر پښتونخوا تر واک لاندې نیمه قبایلي سیمه ملاکنډ کې عملي کوي.

نوموړي وویل چې تر اوسه چې د صوبې په اسمبلۍ کې کوم قوانین منظور شوي دي په هغوی کې یو هم په ملاکنډ ډیوژن کې نه دی عملي شوی.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ نېغ په نېغه ټاکل شوو ۹۹ غړو کې ۲۳ د ملاکنډ ډیوژن دي خو له هم دې اسمبلۍ منظور شوي قوانین د دوی په سیمه کې تر هغه وخته نه عملي کېږي تر څو چې د پاکستان ولسمشر ورباندې لاس لیک نه وي کړی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG