د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د خپلواکۍ ۹۶ یمه کليزه ولمانځل شوه


د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ننګرهار کې هم د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۶ یمه کليزه په شاندارو مراسمو کې ونمانځل شوه چې په دولتي چارواکو سربيره په کې په زرګونو ولسي وګړو هم ګډون کړی و.

د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ننګرهار کې هم د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۶ یمه کليزه په شاندارو مراسمو کې ونمانځل شوه چې په دولتي چارواکو سربيره په کې په زرګونو ولسي وګړو هم ګډون کړی و.

د چارشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۶ یمه کليزه د یو لړ شاندارو مراسمو په تر سره کولو سره ونمانځل شوه. په پيل کې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د ګڼ شمير دولتي چارواکو په ملتیا د خپلواکۍ د ګټوونکي غازي امان الله خان مزار ته ورغلو او په مزار يې د ګلونو ګيډۍ کيښودله.

دغه جشن چې د جلال اباد ښار فوټبال لوبغالي کې جوړ شوی و، سليم خان کندوزي په کې پرانستونکي وینا واوروله. نوموړي په خپلو خبرو کې يو خای وویل:

(( زه د خپلواکۍ د ۹۶ يمې کلیزې د رارسیدو له امله د زړه له تله مبارکي وايم. موږ باید د غازي امان الله خان فکر ته کار وکړو، له هغه سره د خپلواکۍ فکر و، له هغه سره له هغه سره د پرمختګ فکر و، له هغه سره د هوساينې، ترقۍ او نیکمرغۍ فکر و. هغه غوښتل چې افغانان د صنعت خاوندان شي، هغه غوښتل چې افغانان د تعليم او زده کړې د ډګر اتلان شي.))

د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون خان مومند په خپلو خبرو کې په ګاونډيو هیوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د غلامۍ فکر دې له خپل سره وباسي:

(( هغه ملکونه چې د افغانستان د غلامولو کوشش کوي، موږ باید هغوی ته دا ووايي چې د دنیا لویو طاقتونو او لویو بدمعاشانو تش لاسي افغان وژلي دي، دې نه انکار نه کوو، خو غلامان کړي يې نه دي. اوس خو الحمدلله افغانستان د ډيرو خلکو مقابله کولای شي، اوس دې دغه خیالونه او خوبونه نه ګوري.))

په دغه جشن کې د ننګرهار د پوهني رياست د ترانې ټيم يوه ترانه هم وړاندې کړه چې د خلکو د دروند استقبال سره مخ شوه:

(( سلامونه سلامونه سلامونه دي زموږه خپلواکۍ ته پيغامونه حماسو ته يې کوو احترامونه په غازي امان الله کيږدۍ ګلونه ))

د ازادۍ په دې جشن کې بيلابيلو ورزشي ټيمونو د خپل هنر نندارې هم وړاندې کړې او د کوچيانو د اتڼ تر څنګ د جلال اباد ښار سيکانو له ډول او سرني سره خپلې روايتي ډانچې هم ووهلې. د دغه جشن په ویاړ د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د ملي امنیتي ادارو مشران او يو شمير هغه افسران چې په تير کال کې يې په امنیتي برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلې وې، په ستاینلیکونه ونازول.

د یادولو ده چې نن ماښام د ازادۍ د جشن په ویاړ د يوې مشاعرې او موسيقۍ د پروګرام تابیا هم شوې ده.

XS
SM
MD
LG