د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د شاوخوا ۵۰ مشکوک وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د پوځ د اطلاعاتو څانګې بیګا مشال راډيو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دا وسله وال تېر ماښام په شوال او دته خیل سیمو کې په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي.خو د دته خیل تحصیل ځینې اوسېدونکي وايي چې په دې بمباریو کې ولسي وګړې وژل شوي دي.
د شادم خان به نامه یو ځايي اوسېدونکي نن مشال راډیو ته وویل چې دوی د پاکستاني پوځ د بمباریو له کبله پر کډه کېدو مجبوره شوي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې تېره ورځ د خیبر ایجنسۍ په راج ګال سیمه کې هم په هوايي بمباریو کې د پنځلسو وسله والو د وژلو ادعا کړې وه. وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.