د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: سږکال به د خپلواکۍ ورځ په شاندارو مراسمو ولمانځل شي


د زمري د میاشتې اتمه ویشتمه نيټه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه هر کال په ټول افغانستان کې په دولتي او ولسي کچه نمانځل کيږي. د جلا ل اباد ښار مدني فعالان هم لاس په کار شوي او د ښار په بیلابیلو برخو کې د ملي بیرغ تر څنګ د غازي امان الله خان انځورونه ځړوي.

د زمري د میاشتې اتمه ویشتمه نيټه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه هر کال په ټول افغانستان کې په دولتي او ولسي کچه لمانځل کيږي. د جلا ل اباد ښار مدني فعالان هم لاس په کار شوي او د ښار په بیلابیلو برخو کې د ملي بیرغ تر څنګ د غازي امان الله خان انځورونه ځړوي.

سره له دې چې د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ورځې نمانځلو ته لا څو ورځې پاتې دي خو د تيرې يوې هفتې راهيسې د جلال اباد ښار د يو شمير مدني فعالانو تر څنګ د ښار هټيوالو په خپلو هټيو او مارکيټونو د افغانستان ملي بيرغ راځړولی چې خلکو ته د ازادۍ او هيواد سره د مينې پیغام ليږدوي.

د جلال اباد ښار يو تن مدني فعال هدایت الله زهير په خپل شخصي لګښت د تيرې یوې هفتې راهيسې د يو شمير فرهنګي ملګرو په ملتيا د جلال اباد ښار چوکونه ، پارکونه او عامه ځایونه د افغانستان په ملي بيرغ او د غازي امان الله خان په تصويرونه ښکلي کوي. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( دا کمپين مو په دې خاطر شروع کړي چې هغه افغاني احساس چې په خلکو کې موجود دی، هغه راژوندی کړو. او خپل هيوادوال دې ته ژمن کړو چې د خپلواکۍ ورځ په ډير شاندارو او ښکلو مراسمو سره ونمانځي. دغه دی ټول ځوانان په ډير شوق راوتي دي، د افغانستان جنډې او د غازي امان الله خان انځورونه لګوي.))

د جلال اباد ښار يو تن ځوان چې په دغه فرهنګي کميټه کې په رضاکارانه توګه فعال دی، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( طاهر راز یم د جلال اباد ښار اوسيدونکی د يوه رضاکار په توګه دوی سره زه هم لګیا یم او په دغه کمپین کې مې ورسره برخه اخیستې. چې دا هر بیرغ لګوم زړه مې باغ باغ کيږي او ډير خوند راکوي او بیا چې لږه شان هوا لګي او دا بیرغ رپوي، دا نو بيا بيل خوند لري.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي هم تيره شپه د دغه مدني فعالانو سره په ګډه د خپلواکۍ د جشن په تیارۍ کې برخه اخستې وه. نوموړي خوشالي څرګنده کړه چې ځوانان په ډیر جرات سره د جنش په تیارۍ کې برخه اخلي:

(( د دې نه نور د خوشالۍ ځای نشته چې زموږ ځوانان د شپې راووځي او په ډیر جرات د خپلواکۍ د ورځې لپاره اماده ګي نيسي. زه په ټولو ځوانانو غږ کوم چې په دې کې په ډیر جرات سره سهم واخلئ، دا زموږ وطن دی، ازادۍ باید په ډیر جرات سره ونمانځل شي. ترڅو دښمن ته موږ وښيو چې دا يو ژوندی قوم دی، دا روان حالات به ونه شي کولای چې د دوی جذباتو ته صدمه ورسوي.))

د يادولو ده چې د ۱۲۹۸ يم لمریز کال د زمري په اتمه ویشتمه چې د ۱۹۱۹م میلادي کال سره سمون خوري، د وخت واکمن غازي امان الله خان له انګریزانو څخه خپلواکي اعلان کړه چې له هماغه وخت راهيسې دغه ورځ د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ورځې په توګه هر کال په دولتي او ولسي کچه نمانځل

کيږي. راتلونکي چارشنبه چې د اګست له نولمسې نيټې سره سمون خوري د ننګرهار چارواکي وايي چې د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخيستلو ۹۶ يمه کليزه به په شاندارو مراسمو سره ونمانځي.

XS
SM
MD
LG