د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې چاودنه او ډزې، پنځه تنه وژل شوي


د قلات په سوراب سیمه کې نامالومه وسله والو پر يوه قبايلي مشر مير علي محمد بريد کړی، چې د نوموړي په شمول پکښې څلور تنه وژل شوي

د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې په یوه بمي چاودنې او ډزو کې د يوه پولیس سرتېري په شمول پنځه تنه وژل شوي، او اووه نور ژوبل شوي دي. په کوټه کې چاودنې يو پولیس سرتېری او په قلات سیمه کې په ډزو کې د يوه قبایلي مشر په شمول څلورتنه وژل شوي.

پنځلس کلن ولي الله دی، چې له روغتونه خپلې مور ته په ټيلي فون ډاډ ورکوي، چې لږ ټپي دی. د کوټې د پولیسو په خبره د سې شنبې په ماځيګر له ګوالمنډۍ څلورلارې سره څېرمه خلکو پولیسو ته د يوې مشکوکې غوټې اطلاع ورکړه، چې کله يې د پولیسو يوه سرتېري محمدزمان معاينه کوله، نو دا چاودېدونکي توکي له زورورې چاودنې سره وچاودل شوو. د بلوچستان د کورنيو چارو د وزیر سرفراز بګټي په خبره په دې چاودنه کې ياد پولیس سرتېری وژل شوی او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.

؛ د وسله والو له خوا په دې چاودنه کې يو پولیس سرتېری وژل شوی اوڅلور نور ژوبل شوي، چې د يوه حالت په کښې د اندېښنې وړ دی، چې اوس يې عمليات روان دي؛.

بلې خواته د چارشنبې په سهار د عبدالله وزیرستاني په نامه يوه تن چې ځان د وسله والې ډلې مجلس عسکري ویاند بولي، مشال راډيو ته د يادې بمي چاودنې مسوولیت قبول کړی او دا چاودنه يې په وزیرستان کې د پاکستاني پوځي عملياتو عکس الامل وباله. هلته بیا هم د چارشنبې په سهار نامالومه وسله والو د صوبې په بلوڅ مېشته قلات سیمه کې په ډزو څلور تنه وژلي. د سیمې د لیویزو يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم او ږغ يې خپور شي، مشال راډيو ته وویل، د قلات په سوراب سیمه کې نامالومه وسله والو پر يوه قبايلي مشر مير علي محمد بريد کړی، چې د نوموړي په شمول پکښې څلور تنه وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. د رپوټ تر بشپړېدو پورې کومې وسله والې ډلې ددې برید مسوولیت قبول کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG