د لاسرسي ځای

تازه خبر

''ګوادر-کاشغر لاره به هرومرو د پښتنو پر خاورې تېرېږي''


د عوامي نېشنل پارټۍ بلوچستان صوبایي صدر اصغر اڅکزی
د عوامي نېشنل پارټۍ بلوچستان صوبایي صدر اصغر اڅکزی

د عوامي نېشنل پارټۍ بلوچستان صوبایي صدر اصغر اڅکزیي ویلي دي پنجاب د ګوادر- کاشغر اقتصادي راهداري د یوې بلې لارې په نامه د لانجمنولو هڅه کوي خو خبره یې چې دوی به یې دې کار ته کله هم پرېنږدي. نوموړي زیاته کړه، پر اقتصادي راهدارۍ له راپورته شوې لانجې وروسته پښتنو ته داسې څرګنده شوه لکه چې دوی د پاکستان د دویمې درجې وګړی وي

د تېرې سېشنبې په ماښام د زیارت په سنځاوۍ سیمه کې د عوامي نېشنل پارټۍ یوې غونډې ته د وینا پر اضغر اڅکزي وویل:

«یوه منصوبه د پاکستان له جوړېدو وروسته په تاریخ کې موږ ته راکول شوېده.هغه هم دوي نه ده راکړې،بلکه د نړۍ د ضرورت لاندې موږ ته ورسېدله چې د ګوادر او کاشغر تر منځ د پښتنو پر خاوره به یو لوی سړک د تجارت او کاروبار لپاره جوړېدی،خو چې کله د لاهور او اسلام اباد واکداران سوچ وکړی چې په دې کې خو د لاهور ګټه نشته،په دې کې خو د پنجاب ګټه نشته؛ نو هغه لویه عظیمه منصوبه یې متنازعه کله.کله د یوې لارې (رووټ) رنګ ورکوي،کله د بلې لارې نوم.تاسو راته وویاست چې اخیر زموږ ګنا څه ده؟زه د دې مُلک اوسېدونکی نه یم؟ ایا زما هغه حیثییت نه دی کوم چې د لاهور د ښاري دی؟»

اصغر اڅکزیي زیاته کړه چې چین د ګوادر-کاشغر اقتصادۍ راهدارۍ منصوبه جوړه ځکه کړه،تر څو په خپله سیمه کې ښاته پاتې وګړیو ته پرمختګ ورکړي،مګر په پاکستان کې واکدارانو د پښتنو په اړه داسې سوچ و نه کړ:

«ایا پښتون جنګ ځپلی نه دی؟ایا پښتون د ترهګرۍ ښکار شوي نه دي؟مخکې تر دې چې دوي زموږ پر وطن فکر کړی وای.پښتانه یې خوشحاله کړي وای،چې تاسو له تېرو ۶۰ کلونو راهیسې له وهلو ټکولو سره مخامخ یاست،له جنګ سره مخامخ یاست؛نو ځکه ستاسو لپاره موږ داسې یوه منصوبه او پلان راوړی دی چې تاسو ټول په کاروبار اخته شۍ،تاسو ټول د راروان یو ښه خوشحاله ژوند سره مخامخ شۍ،مګر نه،چپه یې دغه اقتصادۍ لاره خپلې خوا ته راڅخه د اړولو پلمې پېل کړې»

د عوامي نېشنل ګوند د زده کونکیو سازمان (پي-اېس-اېف) صوبایي صدر ملک انعام کاکړ په دغه موقع وویل چې د پخوا په شان یو ځل بیا پر دوي د غدارۍ تورونه ولګېدل،خو دا ځل دا تورونه د ګوادر-کاشغر اقتصادۍ راهدارۍ پر لانجېد پښتنو لپاره د غږ راپورته کولو پر سر.د ده په خبره،دوي په دې ویاړ دي چې د پښتنو د حقوقو لپاره پر غږ پورته کولو دوي ته د غدار نوم ورکول کېږي.

د بلوچستان ضلع زیارت،په سنځاوۍ کې ترسره شوې غونډې ته د عوامي نېشنل پارټۍ صوبایي مشرانو وېنا وه چې دوي به د ګوادر-کاشغر لارې څارنه جاري ساتي او کله به هم څوک دې ته پرې نه ږدي چې دغه لاره دې د پښتنو له سیمو کومې بلې خواته واړوي.

XS
SM
MD
LG