د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: مشکوک مجرمان عدالت ته تر وړاندېکېدو مخکې ووژل شي


د کراچۍ عباسي شهید روغتون یوه ډاکتر رویټرز اژانس ته ویلي، پولیسو روغتون ته داسې مړي هم وروړي چې بدنونه یې په ګولیو سوري ول، له نېږدې ځایه ویشتل شوي ول او د ځېنو مړو لاسونه په ځولنو کې بند ول.

رویټرز خبري اژانس وايي، د کراچۍ پخواني او اوسني پولیس مشران دا مني چې امنیتي ادارې په ښار کې د جرمونو یا جنایت پر ضد د کيمپېن پر مهال عدالت ته تر وړاندې کېدو مخکې مشکوکه کسان وژني.

په کراچۍ کې شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک اوسي. په دې ښار کې د پاکستان مرکزي بانک او د ونډو بازار دی او دا د پاکستان مالي او اقتصادي پلازمېنه بلل کېږي.

دوه کاله مخکې پوځ، پولیسو او رېنجر امنیتي ځواک په کراچۍ کې د وسله والو ډلو او مشکوکه وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل.

رویټرز خبري اژانس د پولیسو رېکارډ لیدلی او د هغې پر اساس لیکي چې په ۲۰۱۵ز کال کې ټول ۲۰۲ کسان وژل شوي دي. دا د ۲۰۱۳ز کال پرتله کم شمېر ځکه دی چې په هغه کال کې په ښار کې ۲۵۰۷ کسان وژل شوي ول.

دې ته په کتو، د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وايي، د ((حکومتي هڅو له کبله په کراچۍ کې جرمونه تر ډېره بریده کم شوي دي.))

ده وویل، په تېر یو کال کې په هغه ښار کې د جرمونو شمېر ۵۰ فیصده ټیټ شوی دی.

خو رویټرز خبري اژانس د سیاسي مشرانو، بشري حقونو فعالانو او د ښکار شویو کورنیو له خولې وايي، په کراچۍ کې عملیات شفاف نه دي او پولیس اکثر په جعلي مقابلو کې مشکوکه کسان وژني او بیا وايي، دې مشکوکو وسله والو پر پولیسو ډزې وکړې او په ځواب کې ووژل شول.

رویټرز خبري اژانس د دې لپاره له ګڼو اوسنیو او پخوانیو پولیسو چارواکو سره مرکې کړې دي او وايي، په خبرو کې دې افسرانو منلې چې پر عدالتونو د بوج یا بار کمولو په موخه دوی عدالت ته تر وړاندې کېدو مخکې مشکوکه کسان وژني.

اژانس وايي، پر پولیسو او پوځ د سرغړونو تورونه نوي نه دي، خو دا لومړی ځل دی چې پولیس اقرار کوي چې سرغړونې کوي.

د کراچۍ یو لوړپوړی پولیس افسر راو انور وايي، کله کله رېنجر امنیتي ځواک یا استخباراتي ادارې مشکوکه کسان پولیسو ته سپاري چې د ده په وینا ((ورسره پوه شي.)) په بله مانا، هغه کسان دې ووژني.

خو انور وايي، زیاتره وژنې هغه مهال کېږي چې د پولیسو او وسله والو نښته وشي. له ده چې پوښتنه وشوه چې ایا بېګناه خلک هم وژل کېږي؟ نو انور رویټرز اژانس ته زیاته کړه چې دوی ((د جنګ په حال کې دي. او په جنګ کې داسې پېښې کېږي.))

د کراچۍ عباسي شهید روغتون یوه ډاکتر رویټرز اژانس ته ویلي، پولیسو روغتون ته داسې مړي هم وروړي چې بدنونه یې په ګولیو سوري ول، له نېږدې ځایه ویشتل شوي ول او د ځېنو مړو لاسونه په ځولنو کې بند ول.

رویټرز اژانس د یوه پولیس چارواکي له خولې زیاتوي، ریښتیا هم داسې پېښې شوې دي چې ځېنو پولیس افسرانو پرته له حکم یا امره پخپله خوښه ځېنې مشکوک کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG