د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان : سیلابونو ۱۷۹ کسان مړه کړي دي


پاکستان کې خلک سیلابونو ځپلي دي
پاکستان کې خلک سیلابونو ځپلي دي

په خيبر پښتونخوا کې له قدرتي آفتونو سره د مبارزې اداره PDMA وايي د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېره ۸۶ ته پورته شوې او ۷۰ تنه نور بیا ژوبل شوي هم دي.

په پاکستان کې له تیرو څو اونیو راهیسې بارانونو او سیلابونو د پښتونخوا ترڅنګ په نورو سیمو کې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي اداره NDMA وايي ، په ټول ملک کې د بارانونو او سيلابونو له وجې ۱۷۹ کسان مړه شویدي.

په سیلونو کې بنده لارۍ
په سیلونو کې بنده لارۍ

د PDMA وياند لطیف الرحمن نن مشال راډیو ته وویل چې د بارانونو او سيلابونو له وجې په صوبه کی تر ټولو زیات زیانونه په چترال ضلع کی لیدل شوي دي، دغلته ۳۵ کسان مړه شویدي، په کرک کی ۱۱ ، په بره دیر کې ۹ ، په پیښور کی ۷ او په کوهاټ کی ۵ کسان مړه شویدي.

د نوموړي په وینا بارانونو او سیلابونو په خیبرپښتونخوا کې ۶۳۹ کورونو ته په مکمله توګه او ۲۹۲۵ کورونو ته په جزوي توګه نقصان رسولی دی.

د پاکستان حکومت د پوځ په کومک د سیلاب ځپلو خلکو سره مرستې پیل کړي دي. په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا چترال ضلع افت ځپلې ګرځول شوې، دغلته بیړنی حالت اعلان شوی ، خو خلک وايي لارې بندې دي او دوی ته مرستې په وخت نه ور رسیږي.

XS
SM
MD
LG