د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې ځانمرګي برید شپږ کسان وژلي


د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز پل علم کې په نننې ځانمرګي برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.

د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز پل علم کې په نننې ځانمرګي برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.

د لوګر د امنیي قومندانۍ د امنیت امر مشال راډیو ته وویل چې د برید کوونکي هدف په پل علم کې د چټک غبرګون قطعه وه.

اندرابي وویل چې په دې پېښه کې شاوخوا ودانیو ته ډېر زیان هم اوښتی دی:

((په نننی پېښه کې شپږ کسان وژل شوي درې پوځيان او درې ولسي وګړي او یو بل ټپي دی.په دې پیښه کې د ولایتي شورا او د اوبو لګولو د ریاست ودانیو او دغه راز د چټک غبرګون قطعې ودانۍ ته هم زیات اوښتی دی.د حملې هدف د چټک غبرګون قطعه وه او موږ تحقیقات کوو چې دا موټر څنګه ښار ته ننوتلی او دلته یې انفجار وکړ.))

دا حمله نن( پنجشنبه) سهار شاوخوا اوه بجې د ډاینا ډوله لارۍ موټرپه واسطه شوی او په کومه سیمه کې چې دا حمله شوې هلته ولایتي شورا د اوبو لګولو ریاست او د لوګر مرکزي روغتون موقعیت لري.

د سیمي اوسیدونکي وایي چې دا حمله ډېره زوروره وه او په پل علم ښار کې یې د ودانیو ښیښې تر ډیره ماتې کړي دي.

دې پیښې د لوګر اوسیدونکي په تیره د پل علم ښاریان سخت اندیښمن کړي، د دې ولایت د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وایي چې امنیتي چارواکي باید ځواب ورکړي چې برید کوونکي څنګه وتوانید چې ځان ولایتي شورا دفترته ورسوي.

ښاغلي ستانکزي د دې پیښې د ټپیانو شمېر هم تر هغه زیات بولي چې د دې ولایت امنیتي مسوولانو ښودلی دی.

د دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی، د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل چې په دې برید کې سلو تنو امنیتي ځواکونوته مرګ ژوبله اوښتې او هدف یې د چټک غبرګون قطعه وه.

خو د لوګر امنیتي چارواکي د ده دا ادعا ناسمه بولي چې ګوندې تلفات دومره زیات دي.

لوګرپه دې وروستیوکې ډیرناامنیه شوی او ویل کېږي چې وسله وال طالبان هڅې کوي چې د دې ولایت په ناامنه کولو سره پر پایتخت کابل فشارونه زیات کړي.

راپورونه وایي چې په لوګرکې د وسله والو طالبانو ترڅنګ اسلامي دولت ډله یا داعش هم فعالیت لري او ان د دې ډلې یو قومندان د الامارتي په نوم د طالبانود مخالفت امله له دی ولایت نه پښې سپکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG