په پکتيا کې ديني علماوو، د وسله والو طالبانو له مشرانو او د نوي ټاکل کېدونکي طالب مشر وغوښتل چې نور په افغانستان کې د سولې بهیر تقويه کړي.
د پکتيا ديني عالمانو په دې خبري ناسته کې چې د پکتيا قومي مخورو او مدني فعالانو هم پکې برخه لرله، ديني علماوو له وسله والو طالبانو او د هغوی له نوي مشرتابه غوښتنه وکړه چې نور وسله والې مبارزې ته د پای ټکی کېږدي.
د پکتيا د علماوو شورا ريس مولوي خالق داد حقاني وويل، نور په دې هېواد کې د جنګ د دوام او ناکامو تجربو کولو پر ځای افغاني سولې ته لار پرانيزي:
”نور افغانان ونه کړيږي، موږ يو وار بيا د طالبانو له نوي مشرتابه غوښتنه کوو، چې د جنګ پر ځای د جنګ د دوام پر ځای او د ناکامه تجربې پر ځای افغاني سولې ته غېږ پرانيزي او د اسلام په اصولو ولاړې سولې ته کار وکړي او په هېواد کې دا ناخوالې ورکې شي“
نوموړي زياته کړه، تر دې ايسته د افغانانو په کړاو کې اچول او د سولې خبرو نه تقويه کول، افغان ولس ته نه جبرانېدونکي نور زيانونه هم اړولی شي، چې د مخنيوي لپاره يې بايد تر هرڅه زيات سولې ته لومړيتوب ورکړل شي.
په دې خبري ناسته کې د علماوو شورا مرستيال قاري خواجه الدين حقبيان هم د سولې پروسې په تقويه کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل، اسلام په داسې حالت کې سولې ته ترجيح ورکوي:
”څوک چې سوله غواړي خير غواړي، په دې کې د خدای تعالی رضا ده،په دې کې وحدت، ټينګښت ټول يو ځای شوي دي، حضرت انس رض تعالی عنه فرمايي، چې رسول الله ص وفرمايل، چا چې د دوو کسانو ترمنځ سوله وکړه روغه جوړه يې وکړه د دوی لپاره جنت واجب شو، نو پکار ده، چې په داسې شرايطو کې د سولې پروسه تقويه کړو او لا هم د سولې لپاره کار وکړو او غوښتنه مو همدا ده، چې د طالبانو نوې رهبري به سولې بهیر ته کار وکړي“
نوموړي زياته کړه، زموږ غوښتنه به دا وي، چې په هرو ممکنه شرايطو کيږي، بايد تر دې وروسته په افغانستان کې د سولې لپاره کار وشي، سوله راشي او د افغان وژنې او وينې توييدنې مخه ونيول شي.
علماوو دا خبري ناسته په داسې حال کې راغوښتې، چې د وسله والو طالبانو د امير ملامحمد عمر له مړينې وروسته د هغه نوي ځای ناستي په وسله والو د جنګ په ليکو کې د ځانونو تنظيمولو غږ کړی او ويلي يې دي، چې جنګ ته به دوام ورکوي.
راپور- داود تپان- پکتيا