د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست والي په سل ورځني پلان کې مهمې پروژې شاملې دي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په خپل سل ورځني کاري پلان کې يې د یو شمېر اساسي پروژو ترسره کول په پام کې نیولي دي.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په خپل سل ورځني کاري پلان کې يې د یو شمېر اساسي پروژو ترسره کول په پام کې نیولي دي.

د سېشنبې پر ورځ خوست والي حکم خان حبیبي د بیلابیلو رسنیو خبریالانو او استازو ته په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د حکومتي مسوولینو، ولایتي شورا او مدني ټولنو سره په ګډه يې په خپل سل ورځني کاري پلان کې یو شمېر داسې اساسي پروژې په پام کې نیولي، چې په بشپړیدو سره به يې خوست په اقتصادي او ټولنیزه برخه کې د پام وړ پرمختیاوې ولري:

((د خوست د هوايي ډګر پروژه چې یوه بنسټیزه پروژه ده، ملي پروژه ده، د دې پروژې د کار د بیا پیلدو په اړه هلې ځلې لرو، د محترم ولسمشر د هدایت سره سم د دې پروژې د بیا پیلیدو له پاره اړین قدم اوچتوو، دویمه مسله د صنعتي پارکونو د کار بشپړول دي، باور لرم که دلته د خوستیو پانګوالو د پانګې اچونې له پاره زمینه جوړونه وشي، نو دوی به په دې ځای کې پانګونه وکړي، د هغې په تعقیب غواړو چې خوست ته مناسبه او د اړتیا وړ انرژي انتقال کړو، تر څو صنعتي پارکونه د استفادې وړ شي.))

خوست والي حکم خان حبیبي په دې خبري ناسته کې د انټرنیټي خدمتونو په برخه کې ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د قوي انټرنیټ نه شتون په دې ولایت کې په الکټرونیکي سیستم د حکومتوالي د عیارولو په مخکې ستونزې جوړې کړې دي.

دی زیاتوي، چې هڅه کوي، تر څو په راتلونکو دریو میاشتو کې دې د فایبر نوري پروژې کار تکمیل شي:

((د الکټرونیکي حکومتوالۍ له پاره لازمه ده ، چې په خوست کې انټرنیټ او فایبر نوري ولرو، متاسفانه د دې لویې پروژې یو ۲۲ کیلومتره د خوست-ګردیز د لارې په اوږدو کې ناتکمیله پاتې ده، هڅه به وکړو چې په دې دریو میاشتو کې دا پروژه تکمیل شي.))

په خوست کې ډیری خلک شکایت کوي، چې په تېرو لسو کالونو کې جوړ شویو سړکونو زیانمنې برخې نه دي ترمیم شوي، خو په دې خبري ناسته کې خوست والي د دې سړکونو رغول او د یو شمېر نویو کلیوالي سړکونو جوړول هم د خپل سل ورځني پلان یوه مهمه برخه وګڼله:

((د پخوانیو سړکونو د ترمیم مسله ده، په ښار کې د ځینو وړو پروژو د پلي کیدنې مسله ده، د دې تر څنګ د دریمه درجه ۳۴ کیلومتره کلیوالي سړکونو رغول دي، چې انشاالله دا به په دې دریو میاشتو کې تکمیلیږي، په راتلونکو دریو میاشتو کې د ټولو حکومتي ودانیو د بیارغونې خبره ده، تر څو یو مناسب کاري ماحول جوړ شي.))

یاده دې وي حکم خان حبیبي یوه نیم میاشت وړاندې د خوست د نوي والي په توګه ټاکل شوی او دی وايي، چې په دې موده کې يې د حکومتي ادارو له مسوولینو، پوځي ارګانونو، مدني بنسټونو، شوراګانو او قومي مخورو سره يې کتنې کړي او د دې ولایت ضرورتونه يې تشخیص کړي دي.

ده ټېنګار وکړ، چې په خوست کې د قومي شخړو او دعوو د بنسټیز حل له پاره د یو اساسي میکانیزم پر جوړولو هم بوخت دی.

XS
SM
MD
LG