د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيلابونو ۱۰۹ کسان وژلي دي


د پنجاپ په ژوب کې هم سيلابونه راغلي وو
د پنجاپ په ژوب کې هم سيلابونه راغلي وو

پاکستاني چارواکي وايي په داسې حال کې چې لا هم د خيبر پښتونخوا په شمول د ملک په نورو برخو کې سيلابونو او بارانونو نقصان رسولی، دوی کوشش کوي چې خلکو ته مرستې ورسوي. چارواکي له خلکو غواړي چې د سيندونو له غاړو ليري اوسي.

پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم اداره (NDMA) وايي په ملک کې د روانو بارانونو او سيلابونو لوجې یوسل نهه (۱۰۹)کسان مړه او شپږ څلویښت (۴۶) ژوبل شويدي.

د يادې ادارې يوه چارواکی احمد کمال نن مشال ريډيو ته وويل چې د بارانونو او سيلابونو له وجې په خيبر پښتونخوا کې پنځوس، پنجاب کې یو ویشت، پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې نولس، بلوچستان کې څوارلس اوګلګت بلتستان کې پنځه کسان کسان د سيلاونو له وجې مړه شوي دي.

همداراز تېره شپه د خېبر پښتونخوا د قدرتي آفتونو د نظم ادارې د دې صوبې په خيالي او جيندي سېندونو او سردرياب کې د سيلابونو د زياتېدو له کبله خلکو ته له سېندونو د لرې اوسېدو غږ کړی.

پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې يو چارواکي احمد کمال مشال ريډيو ته زياته کړه چې له خېبر پښتونخوا او بلوچستانه علاوه په نور ملک کې بارانونو او سېلابونو نژدې اتل سوو کلو خوا او شا اوه لکه وګړي اغېزمن کړي دي. د هغه په خبره د دې متاثرينو لپاره څلور سوه دوه اويا (۴۷۲) امدادي کېمپونه جوړ کړل شوي دي چې پکې تر څلور ديرش زره زيات کسان مېشت دي.

د احمد کمال په وينا د بارانونو او سېلابونو له کبله په ټول ملک کې په زرګونو کورونه متاثره شوي دي او دوی کوشش کوي چې ټولو خلکو ته مرستې ورسوي.

بلخوا د موسمياتو محکمې چارواکي محمد رياض وايي چې د قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا پشمول په ټول ملک کې به د پشکال بارانونو لړۍ تر راتلونکیو څو ورځو دوام لري.

د يادونې ده چې په ملک کې د پشکال بارانونو دا دويمه لړۍ د روانې مياشتې له ١٦ نېټې پیل شوې ده.

د چترال د سيلاب ځپلو حال دي ويډيو کې کتلی شئ.

په چترال کې بارانونو او سېلاونو ۳۲ تنه وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:25 0:00

XS
SM
MD
LG