د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: دیني عالمانو د سولې له بهیر ملاتړ اعلان کړ


د ننګرهار دیني عالمانو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې له روان بهير او افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ننګرهار دیني عالمانو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې له روان بهير او افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغه غونډه چې د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست جوړه کړې وه، په لسګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو په کې برخه اخيستې وه. د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست د

اطلاعاتو او نشراتو مسوول مولوي عتیق الرحمن فضلي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: دیني عالمان او قومي مشران يې په دې خاطر بللي دي چې د سولې روان بهير او د افغان ملي ځواکونو ملاتړ ته يې ژمن کړي:

(( په افغانستان کې سولې بهير پيل شوی دی، زموږ د حکومت او طالبانو مشران دوه درې ځل سره ناست دی، په قطر کې، بیا په چين او پاکستان کې او شايد د راتلونکي جمعې په ورځ بيا په پاکستان کې سره کيني، موږ د دې بهير ملاتړ کوو او چې امنیت افغانستان کې راغلو، بیا زموږ ملي ځواکونه څوک نه وژني، په دې غونډې کې د اتحاد او افغان ملي ځواکونو څخه ملاتړ هم وشو.))

د ننګرهار د سره رود ولسوالي د جامع جومات خطیب مولوي عبدالظاهر حقاني مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، سوله د ولسونو په ملاتړ راتلای شي او ولسونو ته به دیني عالمان په دې اړه د خپلو منابرو له لارې پوهاوي ورکوي.

((زموږ علماوو په تایید باندې به په ټولو ولسوالیو او ټول افغانستان کې ولسونه د خپلو ملي ځواکونو سره هر قسمه همکاري کوي. علما کولای شي چې له خپلو ممبرونو له لارې، د جلسو له لارې ولس د سولې په اهميت وپوهوي او دا ځکه چې زموږ ولس د علماوو په خبرو باور لري.))

د بهسودو ولسوالۍ د انکشافي شورا غړي ناصر الکوزي مشال راډيو ته وويل: دوی به د سر په بدل هم د خپلو ملي ځواکونو څخه دفاع کوي:

(( ټولو دیني عالمانو او قومي مشرانو اوس يوه ګډه پريکړه وکړه چې ټول به د خپل ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت له ځواکونو د سر په بدله دفاع کوو. او د داعش په نوم چې کومه نوې پديده پيدا شوې، د دې په ضد به ټول دیني عالمان او قومي مشران حرکت پيلوو.))

د غونډې په اخر کې يو پریکړه لیک هم ولوستل شو چې په يوه ماده کې يې راغلي وو: سوله او ملي پخلاینه د جګړې او ورور وژنې د پای یوازینۍ لاره ده. د غونډې ګډونوال سوله او مذاکرات د ستونزو د حل اړینه لار بولي او په جنګ کې له ښکيلو ډلو نه غواړي چې له افغان وژنې لاس واخلي او د سولې غږ ته لبیک ووايي.

XS
SM
MD
LG