د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه برید: دوه پولیس سرتېري، يوه مېرمن او يو برید ګر وژل شوي


کوټه بیا بیا د ترهګرۍ ښکارېږي
کوټه بیا بیا د ترهګرۍ ښکارېږي

'پولیس سرتېرو اخترمحمد او انعام الحق هغه مهال په وسله برید کې ووژل شول چې ټپي مېرمنې یې تر روغتونه رسولې'

د کوټې ښار د پولیسو مشر «سي سي پي او» عبدالرزاق چيمه وايي، د دوشنبې په ماځيګر په پولیس سرتېرو په دوو جلا جلا بریدونو کې یې دوه سرتېري وژل شوي، او د سرتېرو په ځوابي ډزو کې یو بریدګر هم وژل شوی دی. عبدالرزاق چيمه زیاتوي، ددې بریدکوونکو په ډزو کې دوې لاروۍ مېرمنې هم ژوبل شوې، چې ووروسته يوې په روغتون کې ساه ورکړه. تردې پېښو وروسته ماځيګر ناوخته په خپل دفتر کې له رسنوالو سره په خبرو کې عبدالرزاق چيمه د دې پېښو په اړه داسې مالومات ورکړل.

؛ زموږ د سرياب سیمې د پولیسو مشر ظهور اپريدی د معمول په ګزمه وو، چې پر يوه موټرساييکل سپاره دوه کسان چې دوي ته مشکوکه ښکاره شوو، ظهور خپلو سرتېرو ته ویلي، چې دا ودره. موټرساييکل سپاره کسان سوکه سوکه نور مخ ته روان وو. چې تر هغه وروسته د ظهوراپريدي په خبره ده موټر د هغوي مخ ته ورواچاوو، چې هغوي بیا له درېدو سره سم ورباندې ډزې پېل کړې؛.

د کوټې د پولیسو د مشر په خبره په همدې ځای کې بیا د دواړو غاړو له خوا پر يوه بل ډزي وشوې، چې پکې يو بریدګر ووژل شو، او بل په ټپي حالت کې په تېښته کې بریالی شو. عبدالرزاق چيمه زیاتوي، همدلته د بریدکوونکو په ډزو کې دوې لاروۍ مېرمنې هم ژوبل شوې، خو چې کله د پولیسو سرتېرو همدا دوې لاروۍ ټپي مېرمنې روغتون ته وړې، پر لاره پرې دویم برید وشو.

؛ پولیس سرتېرو اخترمحمد او انعام الحق دواړو خپله ذمه واري وګڼله، چې ټپي مېرمنې تر روغتونه ورسوي. کله چې دوي شاوخوا يو کیلوميتر تلو، نو تر بشير څلورلارې له مخه په يوه کوڅه کې وو، چې بیا هم پرې وسله والو برید وکړ؛.

د پولیسو د سي سي پي او عبدالرزاق چيمه له خبرې سره سم، همدا دوه پولیس سرتېري په دې برید کې دواړه ووژل شوو. چيمه زیاتوي، تردې پېښو وروسته يې په شاوخوا سیمو کې له ملېشه ځواکونو سره يو ځای د لټون عمليات پېل کړي، خو د ده په خبره تراوسه يې هېڅ مشکوک تن نيولی نه دی.

د ویلووړ ده چې په تېره يوه نيمه مياشت کې همدا پر پولیس سرتېرو څلورم برید دی، چې تردې وړاندې په دريو نورو پېښو کې د پولیسو لس سرتېري وژل شوي وو. چې پکې د ځينو بریدونو پړه بلوڅو بېلتونغوښتونکو وسله والو ډلو قبوله کړې، خو د دوشنبې ورځې د بریدونو مسووليت لاهم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG