د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چترال کې بارانونو او سېلاونو ۳۲ تنه وژلي


په چترال کې بارانونو او سېلاونو ۳۲ تنه وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:25 0:00

په چترال کې بارانونو او سېلاونو ۳۲ تنه وژلي

په پاکستان کې هر کال د جولايي په مياشت کې د پشکال د موسمي بارانونو له امله په ګڼو سيمو کې سيلابونه راوځي چې ځاني او مالي زيانونه اړوي.

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د خيبر پښتونخوا په لرې پرته غرنۍ سيمه چترال کې له باران او سېلاوونو د مالي او ځان زيان لړۍ دوام لري. د چارواکيو په وينا؛ تر دې دمه د سېلاو له کبله د چترال په بېلابېلو سيمو کې لسګونه زره نور بې ځايه شوي دي او د مړو شمېره هم په زیاتېدو ده.

په خيبر پښتونخوا کې له طبيعي افتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې PDMA چارواکي وايي؛ د چترال په بېلابېلو سيمو کې توپاني بارانونو او سيلاب تر دې دمه لسګونه کلي، دکانونه، روغتونونه، جوماتونه او نورې دولتي او غېر دولتي ودانۍ لاهو کړې او دا لړۍ لا دوام لري.

دوى همداراز زياتوي چې وروستيو بارانونو او سيلاب د چترال مستوج، شغور، کوراغ، بمبوريت، مورکو او ريشون سيمې ډېرې ځپلي؛ په دغو سيمو کې لسګونه ودانۍ؛ پلونه او سړکونه له منځه تللي چې له امله يې لا هم له چترال سره د ګيلاش، ګرم چشمې او يو شمېر نورو پورتنيو سيمو ځمکنۍ اړيکي پرې او ځايي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان د دولتي اژانس اسوسيېټډ پريس اف پاکستان د راپور له مخې؛ تر دې دمه د چترال په بېلابېلو سيمو کې سيلاب د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ٣٢ کسان وژلي او تر درې سوه زيات یې بې ځايه کړي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د طبيعي افتونو سره د مبارزې د ايالتي ادارې مرستيال مشر عظمت وزير د يکشنبې په ورځ له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د چترال په ګڼو سيمو کې يې ژغورونکي عمليات پيل کړي او سيمې ته خوراکي توکي او د اړتيا وړ نور څيزونه ورلېږلي دي:

((زموږ ادارې سيمې کې ژغورونکي عمليات پيل کړي؛ د چترال بېلابېلو سيلاب ځپلو سيمو ته مو خوراکي توکي او د اړتيا وړ نور څيزونه ورلېږلي؛ له اغېزمنو کورنيو سره مو نقدي مرستو لپاره فندونه هم جاري کړي دي او د مرستدويه ډلو له خوا عمليات دوام لري.))

عظمت وزير زياته کړه چې د سيلاب کې د پلونو او لويو لارو د ويجاړېدو له امله يې دا عمليات ټکني او له خنډ سره مخ دي.

په عين حال کې د چترال يو شمېر اوسېدونکيو له پاکستاني رسنيو سره د خبرو پر مهال په سيمه کې د لارو او پلونو د ورانېدو له امله د خوراکي توکيو؛ د څښلو د پاکو اوبو او درملو د کمښت شکايت وکړ او له ايالتي حکومته يې وغوښتل چې سيمې ته دې ژر تر ژره د هوا له لارې خوراکي او د اړتيا وړ نور توکي ورورسوي.

پر چترال سربېره د پاکستان د پنجاب ايالت په ليه، ډېره غازي خان، راجن پور، مظفرګړ او يو شمېر نورو سيمو کې هم سيلابونو مالي زيانونه اړولي او د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې؛ په دغو سيمو کې تر ٣٠٠ زيات کلي په اوبو کې ډوب شوي او تر ٢ لکو زيات خلک بې ځايه شوي دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې د يکشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي چې مرستندويه ډلو يې په چترال سربېره د پنجاب په ليه او راجن پور کې ژغورونکي عمليات کړي او تر دې دمه نزدې ٩ زره خلک خوندي ځايونه ته لېږدولي دي.

د يادونې وړ ده چې د ٢٠١٠م کال په همدې مياشت کې د خيبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان په ډېرى برخو کې سخت سيلابونه راغلي ول چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٢٠٠٠ کسان مړه او تر ٢٠ ميليونو زيات بې کوره شوي ول.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG