د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوروز منګل: د افغانستان بریا دي لر او بر افغانانو ته مبارک وي


نوروز منګل
نوروز منګل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ و پاپوا نیوګېني هیواد ته ماتې ورکړه او په هند کې کېدونکي د ۲۰۱۶م کال شل اوریز نړیوال کپ ته یې ځان ورساوی.

پراګ: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ و پاپوا نیوګېني هیواد ته ماتې ورکړه او په هند کې کېدونکي د ۲۰۱۶م کال شل اوریزنړیوال کپ ته یې ځان ورساوی.

د افغانستان او پاپوانیوګېني تر منځ دا مهمه لوبه د ایرلېنډ په مرکز ډوبلین کې تر سره شوه او افغانستان پاپوانیوګېني ته په شپږو وکټونو ماتې ورکړه.

د پاپوانیوګېني لوبډلې د پچې له ګټلو ورسته لومړی بېټنګ وکو او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو وکټونو په سر ۱۲۷ منډې وکړې.

د افغانستان لوبډلې د څلورو وکټونو په سر ورته ټاکل شوی هدف تر لاسه کړ او ورسره یې ځان د کرکټ د ۲۰۱۶م نړیوال کپ ته ورساوی.

د افغانستان په بریا کې مهم رول د پخواني لوبډلمشر نوروز منګل وو چې په ۵۶ توپونو یې ۶۵ منډې وکړې.

د مشال راډیو بوریوال کاکړ له نوروز منګل سره مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې د دې مهمې له ګټلو وروسته څه احساسات لري؟

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG