د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ستر عدالت به د اسیه بي بي درخواست اوري


پر اسیه بي بي په ۲۰۰۹ م کال کې د خپل کلي ښځو د رسالت سپکاوي تور لګولی وو او په ۲۰۱۰ م کال کې ورته د پنجاب صوبې ضلع ننکانه عدالت د مرګ سزا اورولې وه.

د پاکستان ستر عدالت «سپریم کورټ» د رسالت سپکاوي کې عیسوۍ ښځې اسیه بي بي ته تر هغو د مرګ سزا ورکول درولي چې لومړۍ د دې له لوري عدالت ته په ورکړل شوي درخواست پرېکړه نه وي شوې.

د جسټس میا ثاقب په مشرۍ پر چارشنبه درې کسیزه قضايي جرګګۍ د لاهور په یوه عدالت کې د اسیه بي بي وړاندې کړل شوی درخواست واورېد.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د اسیه بي بي وکیل سیف الملوک وویل چې دوی د پنجاب صوبې ننکانه ضلعې عدالت او د لاهور لوی عدالت لله لوري د مرګ سزا پرځای ساتلو فیصلې خلاف سپریم کورټ ته درخاست کړی وو چې موکلې ته یې د مرګ سزا اورولو پر وخت حقایق په نظر کې نه دې ساتل شوي.

د ده په وینا تیره ورځ عدالت دا فیصله وځنډوله او دا درخواست یې باقاعده د اوریدنې لپاره منظور کړو.

دی وایي،”موږ اوس د ننکانه ضلعې او د لاهور های کورټ فیصلې خلاف سپریم کورټ ته راغلو او موږ ورته وویل چې د دې کیس د صحیح قانون مطابق دې جاج واخیستل شي ، سپریم کورټ دې دا معامله خپله وګورې او خپله دې فیصله وکړې چې دا سزا کیدلی شي او که نه نو سپریم کورټ دا اپیل په باقاعده توګه منظور کړو او سزا یې ورته وځنډوله او یې ویل چې تر څو سپریم کورټ فیصله نه کوی پر سزا به لاس نه پورې کېږي“

اسیه بي بي دا وخت د ملتان ښځینه زندان کې بندي ده.

پر اسیه بي بي په ۲۰۰۹ م کال کې د خپل کلي ښځو د رسالت سپکاوي تور لګولی وو او په ۲۰۱۰ م کال کې ورته د پنجاب صوبې ضلع ننکانه عدالت د مرګ سزا اورولې وه.

د اسیه بي بي وکیل په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هغه پر دې له لګول شوو تورونو انکار کوي: ’هغه خو هم دا وایي چې دا بې ګناه ده او د پيغمبر اسلام هم دومره عزت کوي څنګه یې مسلمانان کوي او دا سوچ هم نشي کولی چې داسې حرکت وکړي. د هغې په وینا له ځینې مسلمانانو ښځو سره یې یوځای ډوډۍ خوړله نو لږ وروسته چې کله دې اوبه ورته راوړې نو هغوی ورته ویلي چې د عیسایانو د لاس اوبه نه څکي نو په هغې جګړه وشوه او هغوي خپله بې عزتي محسوسه کړه او په تاڼه کې یې پرچه وکړه.’

د پنځو بچو مور اسیه بي بي په لاهور های کورټ کې کال ۲۰۱۴ اپيل خارج شوی وو او عدالت ویل ول، پخوانۍ فیصله سمه ده، اسیه بي بي لومړۍ عیسوۍ ښځه ده چې ورته د مرګ سزا اورول شوې ده.

د اسیه بي بي کورنۍ د کال ۲۰۰۹ راهیسې په پټه ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG