د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: دوه ماشومان او یو ځوان له برمته ګرو راخوشې کړل شول


فرهاد او بلال
فرهاد او بلال

دولتي چارواکي وايي، درې واړه کسان بېګا شپه د ځانګړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملي امنیت د سرتیرو له خوا له برمته ګرو وژغورل شول.

په خوست کې دوه ماشومان او یو ځوان، له برمته ګرو څخه تر خلاصولو وروسته نن چارشنبه خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د خوست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې د فرهاد او بلال په نوم دوه وروڼه نږدې یوه میاشت وړاندې له ښوونځي څخه کور ته د تګ پر مهال نامالومو کسانو تېښتولي ول، د چارشنبې په شپه د ملي امنیت سرتیرو په عملیاتو کې خوشي شول.

«د مشال خصوصي لیسې دوه زده کوونکي چې خپلو کې وروڼه دي، یو يې یوولس کلن او بل يې اوه کلن دی، د ملي امنیت زړورو او بیداره ځواکونه د خپلو خاصو عملیاتو په ترڅ کې له برمته ګرو روغ رمټ وژغوري.))

مبارز محمد ځدراڼ وړاندې وویل، برمته ګرو د درې واړو کسانو له کورنیو د د دوی خوشېکېدو په بدل کې د پیسو غوښتنې درلودې، خو په خپل هدف کې بریالي نشول.

ژغورل شوي یوولس کلن فرهاد مشال راډیو ته وویل، چې له ښوونځي کور ته رانږدې شوی وو، چې خواته يې د یو کانتینري ګاډي څخه درې کسان راکوز شول، دوی يې وګواښل او موټر ته يې پورته کړل.

فرهاد زیاتوي، د ډوډۍ په وخت کې به يې یوازې یو جوس او یو کیک ورکاوه، په خپل لاس به يې ځانونو ته جامې مینځلې.

د ماشومانو تره حاجي کریم وویل، چې دوی ځکه برمته ګرو ته پیسې نه ورکولې، چې له پیسو سره سړي تښتونکي نور هم پیاوړي کېدل او د دا ډول پيښو ډېریدو امکان زیاتیده:

((په دې ۲۷ ورځو کې دوی لس ځایه لینونه بسته کړل، چې تاسو موږ ته پیسې راکړئ، یو ځل به يې یوسلو پنځوس لکه غوښتې، بیا سل لکه، بیا پنځوس او دېرش لکه، ما ورته قسم وکړ، چې اختطاف کوونکو ته به یوه پیسه هم نه ورکوي، ځکه دا د خدای سره او د مظلومو خلکو سره خیانت وو، که زه پیسې ورکړم، نو دوی به نور هم تقویه کړم.))

یو بل ځوان هم چې فیض الرحمن نومیده او د نیک محمد زوی وو، په قوم ځدراڼ او د ګربزو ولسوالۍ د اکا کلي اوسیدونکی وو، د اختر په دویمه ورځ د ځنو خلکو له خوا اختطاف شو، کله چې اختطاف کوونکي ونه توانیدل، چې د فیض الرحمن له کورنۍ پیسې ترلاسه کړي، نو د دوی له پاره چې دوی پټ پاتې شي، موټر کې يې ورته مقناطیسي بم ځای پر ځای کړی وو، غوښتل دا ځوان په چاودنه کې ووژني، خو په چاودنه کې دا ځوان بچ شو او په خپله څلور تنه اختطاف کوونکي ټپیان شول، چې د امنیتي ادارو له خوا ونیول شول.

یاد کسان هم د ملي امنیت د ځايي ادارې د چارواکو له خوا خپلې کورنۍ ته وسپارل شو او د نیول شویو کسانو قضیه تر څېړنې لاندې ده.

د خوست امنیتي کسان په داسې حال کې د اختطاف کوونکو له منګولو څخه ازاد شوي درې تنه، چې دوه تنه يې ماشومان او یو ځوان وو خپلو کورنیو ته سپاري، چې ویل کیږي تر اوسه د خوست د بیلابیلو سیمو څو تنه نور کسان هم د سړي تښتونکو یا اختطاف ګرو په ولکه کې دي.

XS
SM
MD
LG