د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م.م څارونکي د پاک و هند پر پوله اغېزمنې سیمې ته تللې


وخت په وخت دواړه ملکونه په یو بل د ډزبندې د معاهدې تور لګوي. د ‌ډزبندې معاهده کال ۲۰۰۳ کې دواړو ملکونو ترمینځه شوې وه.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو د څانګې ایې ایس پي ار په وینا چې د ګل په ورځ د ملګرو ملتونو پوځي مبصر ګروپ د هندوستان د پوځ د ډزو نه متاثره د سرحدي سیمو دوره کړې ده.

ایې ایس پي ار لخوا جاري شوې خبر پاڼې په وینا د ملګرو ملتونو پوځي مبصر ګروپ د سیالکوټ ورکنګ باونډري سره نزدې چپراړ ، صالح پور او میلاني سیمو جاج اخیستې دې او هلته یې ژوبل شوې کسانو سره هم ملاقاتونه کړې دې.

د ذکر ده په تیر نولسم تاریخ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یو خبر پاڼې د لارې ویلې وو چې د هندوستان په لاین اف کنټرول ډزې کول د اوفا د معاهدې خلاف ورزي ده.

خبر پاڼې په وینا چې په پنځلسم او شپاړسم جولایې څلور کسان د هندوستان د پوځ په ډزو کې وژل شوې دې.

پاکستان او هندوستان ترمینځه اوسنې تاو تریخوالې په اړه د بهرینو چارو کارو پوه رستم شاه مهمند وایې په دواړو ملکونو کې ډیر داسي طاقتور خلک شته چې هغې نه غواړې چې تعلقات په معمول راشي.

،، دا اوفا کې چې کوم ملاقات شوې وو نو د هغې نه پس داسي ښکاریدل چې هغه خلک چې اړیکې ښه کیدو ته نه پریږدي هغې به بیا په حرکت کې راځي او هم هغه اوشو نو ماته خو راتلونکې په دې میاشتو کې نه ښکاري چې ګنې یو لوې ګام به پورته کړې شي او د دې په وجه به اړیکې مخکې روانې شي باید چې روانې شي خو راته ښکاري نه ځکه چې دواړو خواو ته تعلقات په معمول د راوستو مخالفت ډیر موجود دې،،

هم دې لړ کې د بهرنیو چارو یو بل کار پوه پروفیسر سرفراز خان زیاتوي ،، د مخالفه ډلو کوشش دا دې چې د خبرو اترو د شروع کیدو عمل ناکامه کړې. په دې اوسنې پیښه کې زموږ اړخ ته کسان ته وژل شوې دي خو د دې بلکل دا مطلب نه دې چې پاکستان لخوا دې بیان بازي شروع شي بلکه پکار دا ده چې صبر او تحمل نه کار واخیستې شي او د تعلقاتو په معمول راوستو چې وزیراعظم کوم کوشش کوي چې ورسره مرسته اوکړې شي. زموږ د خارجه چارو دفتر او په هند کې چې کوم امن پسند قوتونه دي پکار ده ورله چې خپل حکومتونه ډزې بندولو ته مجبوره کړې،،

یاده دې وي تیره هفته د پاکستان او د هند وزیراعظم ترمینځه د روس په ښار اوفا کې ملاقات شوې وو او پدې ملاقات کې د تعلقاتو بحالې په لړ کې د دواړو ملکونو د قومي سلامتیه او پوځي چارواکو ترمینځه په ملاقاتونو اتفاق شوې وو.

XS
SM
MD
LG