د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅانو د اختر ورځې په وير ولمانځلې


ماماقدير بلوچ له اوږدې مودې راهيسې د غيب کړل شوو بلوڅانو لپاره مبارزه کوي
ماماقدير بلوچ له اوږدې مودې راهيسې د غيب کړل شوو بلوڅانو لپاره مبارزه کوي

په کوټه کې د تری تم شویو بلوڅو کورنيو د اختر لومړۍ ورځ په احتجاج او ویر تېره کړه او د خوشالۍ په دې ورځ يې د بشري حقونو له نړیوالو ادارو غوښتي چې نور دي د بلوڅو ټول وژنې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د غيب کړل شوو بلوڅو د کورنيو سړو او ښځو د خالي يا شنبې په ورځ چې د واړه اختر يې لومړۍ ورځ وه، د کوټې په سړکونو يې په احتجاج او وير تېره کړه. په احتجاج کې شريکو مېرمنو او نارينوو شعارونه ورکول چې ټول تری تم بلوڅ دي راخوشي کړل شي.

په دې احتجاج کې شريکې د ماه ګنج بلوڅې په نامه يوې مېرمنې له رسنيو سره په خبرو کې وویل چې د اختر په دې ورځو کې ټول قامونه خوشالۍ لمانځي خو بلوڅان د خوشالۍ دا ورځې هم په احتجاج او ویر تېروي.

((لکه چې ټولې مهذبې نړۍ ته مالومه ده چې بلوڅ يو داسې قام دی چې له پېړيوو راهیسې له دې خوشاليو محرومه دی. که مذهبي خوشالۍ ورځې وي او که کورونو کې نورې خوشالۍ، تر ننه پورې بلوڅو په ارام زړه دا ورځې نه دي لمانځلې. له څو کلونو راهیسې موږ د خپلو خپلوانو د راخوشي کولو لپاره کله د پريس کلب مخې ته او کله بیا د هايي کورټ مخې ته احتجاجونه کوو خو تر اوسه پورې موږ ته له درد او مړو اخوا هيڅ نه دي راکړل شوي.))

په زرګونو بلوڅانو غيب کړل شوې او د زرګونو نورو خراب کړل شوي مړي موندل شوي نو په داسې حال کې به څه اختر وکړو.

د تری تم کړل شوو بلوڅو لپاره کارکوونکې سازمان (Voice For Missing Baloch Persons) له خوا په دې احتجاج کې له مېرمنو سره يو شمېر ماشومان هم وو. دوی د خپلو لادرکه خپلوانو تصويرونه په لاسونو کې راخيستي وو او د هغوی د راخوشي کولو غوښتنه يې کوله. بلوڅان بر امنيتي ادارو تور لګوي چې له پاکستانه د ازادۍ غوښتنې تحريک له وجې د دوی ملت پاله خلک غيبوي او بيا يې په تشدد سره وژني. د پاکستان امنيتي ادارې وايي د ورکو بلوڅانو شمېر هغومره نه دی لکه څومره چې ښودل کيږي.

د ياد سازمان مشر ماما قدیر بلوڅ خبريالانو ته وویل چې په زرګونو بلوڅانو غيب کړل شوې او د زرګونو نورو خراب کړل شوي مړي موندل شوي نو په داسې حال کې به څه اختر وکړي.

((د اختر ورځ د خوشالۍ ورځ ده خو زموږ دا وخت پنځه دېرش زره کسان تری تم دی او اته زره ته نېژدې خراب شوي مړي موندل شوي نو دا کورنۍ يې څه ډول خوشالۍ ولمانځي؟ دا ټولې کورنۍ په وير کې دي نو ځکه يې نن د اختر خوشالۍ پرې ايښې او د خپل تری تم ورور، خور، زوی او پلار لپاره په سړکونو احتجاج کوي. او له ملګرو ملتونو، ايمسنټي انټرنيشنل او د بشري حقونو له ادارو څخه د انصاف غوښتونکي يوو))

د ملګرو ملتونو سربېره د نړۍ بېلابېلو بشري حقونو ادارو د بلوچانو سره د روان سلوک په اړه وخت په وخت د خفګان څرګندونه کړي.

XS
SM
MD
LG