اسلام اباد: د پاکستان رويت هلا ل کميټۍ له اعلان سره سم نن د خيبر پښتونخوا او فاټا د زياتره سيمو پرته ددې هېواد په نورو برخو کې وړوکۍ اختر لمانځل کيږي.
د خيبر پښتونخوا او فاټا په زياتره برخو کې د پيښور د قاسم علي خان جماعت د اعلان له مخي د جمعه په ورځ د اختر لومړۍ ورځ وه.
بيګاه ماښام د رويت هلال کميټۍ مشر مفتي منيب الرحمن د مياشتي ليدلو اعلان وکړ.
مفتي منيب الرحمن وویل، له ځينو برخو څخه د اعتبار وړ، مستند او پاخه شهادتونه ترلاسه شو چې په فني لحاظ يې هم جاج واخستل شو او په شرعي اساس هم د منلو وړ و ګرزول شو. نو مياشت لېدل شوې ده او اختر به د خالي په ورځ د جولايې پر اتلسمه نيټه وي.
د هېواد په ټولو برخو کې د اختر لمونځونه په سوليځه فضا کې ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو په زیاتره برخو کې د جمعې په ورځ اختر ولمانځل شو.