د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوستیانو اختریزې تیاریانې


خوست کې که له یوې خوا یو شمېر خلک د خپلو هغو دوستانو او عزیزانو په ویر ناست دي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ په یوه خونړۍ پيښه کې مړه او ټپیان شول، بل لوري ته د اختر د لمانځنې له پاره هم په تیاریانو بوخت دي.

خوست کې که له یوې خوا یو شمېر خلک د خپلو هغو دوستانو او عزیزانو په ویر ناست دي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ په یوه خونړۍ پيښه کې مړه او ټپیان شول، بل لوري ته د اختر د لمانځنې له پاره هم په تیاریانو بوخت دي.

د اختر شپو ورځو ته نږدې د نورو عادي ورځو په پرتله خوست ښار څو برابره زیاته ګڼه ګوڼه لري او خلک په کې د کوچني اختر له پاره سوداګانې رانیسي.

سږني اختر ته د خلکو په فکر او سوچ کې دا توپیر راغلی، چې له خپلو خوشالیو زیات د قربانیانو له کورنیو او ماشومانو سره د مرستو خبرې کوي.

نن د پنجشنبې پر ورځ د خوست ښار منځنۍ کوڅې، سړکونه او جادې له ګڼه ګوڼې ډکې وې، په دې کوڅو او جادو کې د خوراک، پوښاک او د ماشومانو د لوبو د وسایلو د خرڅانه له پاره ګرځنده ټپرۍ جوړې شوي او یاد توکي په کې خرڅانه ته کېښودل شوي دي.

د مصطفی په نوم یو ځوان چې د اختر له پاره د توکو په رانیولو بوخت وو، مشال راډیو سره په خبرو کې يې له خلکو وغوښتل، چې له مصیبت ځپلو سره تر وسه وسه مرستې وکړي:

((موږ باید د هغو شهیدانو کورنیو سره مرستې وکړو، چې د اختر ته په نږدې شپو ورځو کې په دمکو او چاودنو کې وژل شوي دي، دوی باید دا احساس ونکړي، چې عزیزان يې وژل شوي دي، په رښتیا اختر د خوندونو ډک دی او د مصیبت ځپلو کورنیو مو هم هیله داده، چې اختر ته تیاری ونیسي، له ځوانانو مو هیله داده، دوی سره د کمک وکړي، تر څو هغوی هم زموږه سره اختر په خوشالیو ولمانځي.))

اخترونه نه یوازې ماشومانو، تنکیو زلیمانو او پیغلوټو ته د خوښۍ وړ وي، بلکې لویان هم دې شپو ورځو ته په بې صبرۍ انتظار باسي:

((فریدون مې نوم دی، تخلص مې ریان دی، اختر خو هر وخت ښکلی دی، ځکه دا یوه اسلامي ډالۍ ده، چې موږ ته الله تعالی رالېږلې ده، بس اختر دې ټولو مبارک شه، که مسافر وي که د یار تر څنګه وینه.

اختر خوږ دی، اختر ته زه دومره خوشال وم لکه یو ماشوم چې ورته خوشالیږي، دا ما ډېر ځوروي، چې د یو غریب ماشوم جامې نه وي، یا يې څپلۍ نه وي، دا ضروري ده او موږ باید ورته ډېر پام وکړو.))

د خیال محمد په نوم یو مشر کس، چې د شمل دوه منده ولسوالۍ د سېدخېلو له کلي څخه د سودا اخیستلو له پاره خوست ښار ته راغلی وايي، چې زموږ د ټولنې بډایه خلک باید د بې وزلو سره د اختر په دې شپو ورځو کې په ځانګړي ډول مرسته وکړي.

په خوست ښار کې تر نورو زیات ځوانان د اختر له پاره په تیاریانو بوخت دي، د لطیف الله په نوم یو ځوان وايي، چې هر څوک باید اختر ته دومره څه وکړي، چې د نورو ورځو سره يې اختر څه نا څه توپیر پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، خوستوال داسې مهال اختر ته په اماده ګیو او تیاریانو بوخت دي، چې په یاد ولایت کې وروستیو دوو مرګانیو پيښو لسګونه کورنۍ د خپلو دوستانو او عزیزانو په ویر کینولي او د اختر خوشالیانۍ يې پیکه کړي دي.

د خوست خلک له پیړیو راهیسې د اخترونو د لمانځنې له پاره ځني ځانګړي دودونه لري او دا خوشالیانۍ په خورا پرتم لمانځي، په بیلابیلو سیمو کې د میلو او هنري نندارو جوړول د دې خلکو د لرغوني دود یوه مهمه برخه ده.

XS
SM
MD
LG