د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
څو ورځې مخکې په سوات کې ځېنو ټولنیزو فعالانو د هغو لوبتکو یا لوبو شیانو پر ضد د ماشومانو یو لاریون وکړ چې د وسلو په شکل جوړې وي. د کرښې پر غاړه خپرونه دا ځل همدې موضوع ته ځانګړې ده.
په افغانستان او د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د ځینو ځایونو انتظامیو او واکدارانو هم پر هغو دوکاندارانو بندیز لګولای دی چې د جعلي یا د ټوکو د وسلو لوبتکې خرڅوي.
په خپرونه کې لومړی مېلمه په جلال اباد کې ټولنیز فعال او انځورګر حمد الله ارباب دی. ده شاوخوا دوه کاله مخکې د همدې وسلو پر ضد د ماشومانو یو کیمپېن پیل کړی وو. دویم مېلمه د سوات ټولنیز فعال عثمان ولسیار دی چې څو ورځې مخکې یې د جعلي وسلو پر ضد یو لاریون کړی وو. درېیم مېلمه په ناروې کې مېشت د افغانانو د ادبي او کلتوري ټولنې مشر نظیف سرشار دی.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
پامیر ساحل
پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.