د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: څلور پوځيان او نهه طالبان وژل شوي


د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې په جنوبي وزيرستان کې يې له وسله والو سره نښتو کې څلور پوځيان او نهه وسله وال وژل شوي دي.

پيښور کې د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې مشال ريډيو ته په ننۍ ليږل شوې خبرپاڼه کې ويل چې دا نښتې د خالي يا شنبې په ماسپخين د لدې په پري غر سيمه کې شوي او شپږ پوځيان پکې زخميان شوي هم دي چې د دوو حالت ښه نه دی.

پوځي چارواکي وايي دا پېښه د وسله والو د لټون د عملياتو پر مهال وشوه.

بلخوا د تحريک طالبان پاکستان د مسود طالبانو وياند، اعظم مسود نن مشال ريډيو ته له يو نامعلوم ځای څخه پر ټيليفون وويل چې دوی څوارلس پاکستاني پوځيان وژلي دي.هغه زياته کړه چې د دوی يوازي دوه کسان زخميان شوي دي.

ياده دي وي چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د تېر کال له جون مياشتې راهيسې پوځي عمليات شروع کړي دي. دوی وايي په دعو عملياتو کې يې تر ٢٧٠٠ زيات کورني او بهرني وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه او پټنځايونه يې هم له منځه تللي دي.

دوى زياتوي چې تر دې دمه يې د شمالي وزيرستان نزدې ٩٠ سلنه برخه سيمې له ترهګرو پاکې کړي دي او دا مهال يواځې افغان پولې ته څېرمه د شوال او دتاخېلو سيمې له عملياتو پاتې دي. د پاکستاني پوځ مشر، جنرل راحېل شريف تېره هفته ويلي وو چې تر هغې به دا عمليات روان وي تر څو چې يې ټول ترهګر نه وي ختم کړي. د هغه په خبره که ضرورت وو دا عمليات نورو سيمو ته هم پراخېدلی شي.

شوال او دتاخېل د شمالي وزيرستان ليرې پرتې غرنۍ سيمې دي او ځايي سرچينې وايي چې دا مهال په دغو سيمو کې د پاکستاني طالبانو په ګډون د بېلابېلو ډلو جنګيالي پټ دي.

تر دې مخکې پاکستانيو پوځيانو په ٢٠٠٩م کال کې په جنوبي وزيرستان کې هم پوځي عمليات کړي وو او دا سيمه يې له ترهګرو پاکه اعلان کړې وه.

XS
SM
MD
LG