د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د بجلۍ بحران ولي دی؟


تربېله ډېم
تربېله ډېم

په داسې حال کې چې د پاکستان د بجلۍ لویه برخه په خیبر پښتونخوا کې له روانو منصوبو جوړیږي نو بیا ولې د صوبې او قبایلي سیمو ډیرې برخې په تیارو کې ډوبې دي؟

پراګ: د انرجۍ د چارو کارپوهان وايي یوازې د خیبر پښتونخوا په مالاکنډ سیمه کې د اته څلویښت زره میګاواټه بجلۍ پیدا کولو صلاحیت شته خو د حکومتي پالیسیو د کمزوریو او سیاسي عزم د نیشتوالي له کبله د سیمې ولس د بجلۍ له بحران سره مخامخ دی.

په داسې حال کې چې د پاکستان د بجلۍ لویه برخه په خیبر پښتونخوا کې له روانو منصوبو جوړیږي نو بیا ولې د صوبې او قبایلي سیمو ډیرې برخې په تیارو کې ډوبې دي؟

د پاکستان د اوبو او بجلۍ د محکمې یو چارواکی بختاج خان وايي چې د بجلۍ د رسد نظام ډیر زوړ دی چې له کبله يي د بجلۍ لویه برخه ضایع کیږي او د ولس په ښه نه ورځي.

د پرمختیايي چارو کارپوه شوکت شرار وايي د بجلۍ د نیشتوالي د تکنیکي وجو سره سره سیاسي وجې هم دي.

دی زیاتوي چې د بجلۍ په محکمه کې د لوړې کچې درغلۍ او د بجلۍ د پیدا کولو اختیار په عملي توګه صوبو ته نه ورکول ــــ د بجلۍ بحران نور هم پیچلې کړیدې .

د ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې له یو رپوټ سره سم د پاکستان د پرمختیا او منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال ویلي چې حکومت د بجلۍ د پیدا کولو پر یو شمیر منصوبو کار کوي.

د احسن اقبال په وینا ، دا منصوبې به تر۲۰۱۸ م ماله بشپړې شي ـــ او په نتیجه کې به يي په قامي ګریډ کې د لس زره میګاواټه بجلۍ اضافه وشي.

خو کارپوه شوکت شرار وايي ـــ که چیرې حکومت سیاسي عزم ولري او د اعلانونو په ځاي عملي ګامونه پورته کړي نو یوازې د خیبر پښتونخوا په مالاکنډ سیمه کې د موجوده وسیلو نه په زرګونو میګاواټه بجلي پیدا کیدې شي.

د یادونې وړ ده چې نن صبا په خیبر پښتونخوا کې تر لسو ګنټو ډیر د بجلۍ لوډ شیډنګ کیږي او په لرې پرتې غریزو او قبایلي سیمو کې خو د بجلۍ نیشتوالې تر څلور ویشتو ساعتونو رسي.

ځايي خلک وايي ، د بجلۍ نیشتوالي یا کمي نه یوازې دوی د ژوند په چارو کې له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي بلکې د دوی په وینا ، د ستونزې په سیمه کې د پرمختیا هلې ځلې په ټپه ولاړې دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG