د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا باید افغانستان ته شا نه کړي'


ډېویډ پیټرياس
ډېویډ پیټرياس

ډېویډ پیټرياس په واشنګټن پوسټ کې يو مضمون ليکلی چې پکې پر دې خبره زور ورکوي، باید امريکا افغانستان ته شا نه کړي او خپله کړې پنګه خوندي کړي.

په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو پخوانی قومندان ډېویډ پیټرياس وايي،امريکا بايد په افغانستان کې د القاعده، داعش او نورو وسله والو ډلوپر ضد خپل پوځي ماموريت «مشن» ته دوام ورکړي.

ډېویډ پیټرياس له ۲۰۱۰ بيا تر ۲۰۱۲ کاله پورې په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو قومندان وو او دا وخت د کې کې آر ګلوبل انسټيټيوټ په نوم د يوې څېړنيزې ادارې مشري کوي.

نوموړي په واشنګټن پوسټ کې يو مضمون ليکلی چې پکې پر دې خبره زور ورکوي، باید امريکا افغانستان ته شا نه کړي او خپله کړې پنګه خوندي کړي.

دی زياتوي چې امريکا، افغانستان ته د دې لپاره تللې وه چې هلته د القاعدې پټنځایونه له منځه يوسي او دا خبره یقيني کړي چې دغه هېواد بيا کله هم ددې شبکې لپاره په ځاله بدل نشي.

دده په خبره هم دې ته په پام سره بايد امريکا خپل مشن ته دوام ورکړي.

ډېویډ پیټرياس پر مخ ليکي چې امريکا د افغانستاند داخلي شخړو په اړه خپله جګړه پای ته رسولي شي خو داسې نشي کولی چې د القاعده، داعش او نورو اورپکو ډلو پر ضد يا خو جګړه ختمه کړي يا يې مهالوېش بدل کړي.

نوموړی زياتوي چې که څه هم د څو کلونو په دوران کې د القاعدې لوړ پوړي مشران له منځه يوړل شو خو اوس يې هم پاته مشران او ملګرې وسله والې ډلې د پاکستان په قبايلي سيمو کې شتون لري.

دی وايي، تر څو امريکا د افغانستان په جنوب کې پوځي اډې ونلري تر هغو پورې داسې هېڅ يوه رښتونې لار نشته چې هغه د ګواښونو مخه و نيسي.

د ده په وينا کيدلی شي په افغانستان کې د افراطي ډلو پر ضد امريکايي ګامونه راکم کړل شي چې وار له مخه شوي هم دي خو د ده په خبره بايد سخته څارنه او عمليات له پامه و نه غورځول شي.

ډېویډ پیټرياس زياتوي چې افغانستان اوس هم د امريکا، هوايي ځواکونو، استخباراتو، جنګي مشاورينو او ځانګړو ځواکونو ته اړتيا لري.

نوموړی وايي، د امريکا لپاره ښه تګلاره دا ده چې راتلونکې کال له افغانستان خپل پوځيان راونه باسي بلکې هلته بايد خپلې اډې، خپل او د ناټو ځواکونو په زرګونه عسکر وساتي.

دی وايي، د دې لپاره د خپلو اتحاديانو د راضي کولو لپاره ښه موقع په راتلونکي اوړي کې په پولېنډ کې د ناټو کېدونکې سرمشريزه ده.

XS
SM
MD
LG