د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د هزاره ګانو نسل وژنه روانه ده'


۱۲ کلن ماشوم د هزاره ګانو د حقونو غږ پورته کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00

۱۲ کلن ماشوم د هزاره ګانو د حقونو غږ پورته کوي

محمد ابتهاج وايي، دی په کوټه کې پر هزاره ګانو د وسله والو ډلو بریدونه نسل وژنه بولي.

کربلايي محمد ابتهاج د کوټې اهل تشیع هزاره دی چې وايي، که د خپلو حقونو لپاره ونه جنګېږي نو وژل کېږي.

د ۲۰۱۴ز کال د جنورۍ پر ۲۱مه وسله والو د بلوچستان له مستونګ سره نېږدې د هزاره زیارتیانوپر هغه بس بمي برید وکړ چې له ایرانه د کوټې په لوري روان وو.

په هغه برید کې له ۲۵ زیات هزاره ګان وژل شوي ول او تر هغې وروسته هزاره ګانو احتجاجي ناسته پیل کړه او تر درو ورځو یې د خپلو مړو له ښخولو انکار کاوه.

۱۲ کلن محمد ابتهاج د جون په اخر کې د بریتانیا مشرانو جرګې یوه کنفرانس ته وینا وکړه، له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال نوموړي د خپلې وینا مقصد روښانه کړ:

(([زما د وینا] مقصد دا وو چې نړۍ په کوټه کې د هزاره ګانو له نسل وژنې خبره کړم.))

محمد ابتهاج وايي، دی په کوټه کې پر هزاره ګانو د وسله والو ډلو بریدونه نسل وژنه بولي.

له ده مې پوښتنه وکړه چې ایا دا د ده په څېر یوه ماشوم ذمه واري کېدای شي چې د هزاره ګانو د حقونو لپاره هلې ځلې وکړي او که څنګه؟

((یو ماشوم چې مور، نیا او دوه خویندې یې په ظالمانه ډول د تر مخ وژل شوې وي، او کشر ورور، ماما او دی پخپله زښت ژوبل شوی وي او یو [ماشوم] چې په مسلسله توګه یې د خپل ولس وژنې لیدلې وي، باید غلې کښېنني.))

محمد ابتهاج د ۲۰۱۴ز کال د مستونګ په بمي برید کې ژوبل شوی وو. په هغه برید کې د ده کشرۍ خور ردا وژل شوې وه. نوموړی نن هم پر فېسبوک د خپلې خور انځورونه شریکوي او یادوي یې. د مرکې پر مهال مې چې د ده د احساساتو پوښتنه وکړه نو ژړغونی شو.

ابتهاج وايي، هزاره ګان ډیموکراټ او تعلیم خوښوونکي خلک دي، ځکه وژل کېږي:

((هزاره ګان ځکه په نښه کېږي چې موږ تعلیم پلوي، ډیموکراټه او ازادیپاله یا لېبرال خلک یو. تر بندیز لاندې یوې [وسله والې] ډلې تل د هزاره ګانو د وژنې پړه منلې.))

لشکر جنګوي وسله والې ډ‌لې په کوټه کې پر هزاره ګانو د یو شمېر بریدونو پړه منلې.

محمد ابتهاج زیاتوي، پر وېرونې او ځورونې سربېره به د خپلو خلکو د حقونو لپاره له مبارزې لاس وانخلي:

((زما ټولنه له ګواښ سره مخامخ ده. د دې ټولنې د یوه غړي په څېر به تل خپل غږ پورته کوم. زما پلار، د کورنۍ غړي او زما ټولنه زما ملاتړ کوي چې نه یوازې د هزاره ګانو د حقونو لپاره مبارزه وکړم بلکې د ټولو ځپل شویو خلکو لپاره اواز پورته کړم.))

په بلوچستان کې په تېرو کلونو کې پر اهل تشیع هزاره ګانو په وسله والو بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي.

XS
SM
MD
LG