د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غلام خان بندر په تړل کېدو ګمرکي عواید لږ شوي


د خوست ګمرک مسوولین وايي، چې د غلام خان بندر له تړل کیدو وروسته د دې ولایت د ګمرکي عوایدو کچه ټیټه شوې او په فرعي لارو د مالونو د لیږد له کبله د عوایدو د یوې برخې فرار ته هم زمینه برابره شوې ده.

د خوست ګمرک مسوولین وايي، چې د غلام خان بندر له تړل کیدو وروسته د دې ولایت د ګمرکي عوایدو کچه ټیټه شوې او په فرعي لارو د مالونو د لیږد له کبله د عوایدو د یوې برخې فرار ته هم زمینه برابره شوې ده.

د غلام خان بندر لاره د پولي په پورې غاړه کې هغه مهال وتړل شوه، چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان په ځانګړي ډول میرانشاه کې د وسلوالو جنګیالیو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

د غلام خان بندر لاره چې پخوا به پرې هره ورځ لسګونو بار وړونکو لویو ګاډو تګ او راتګ کاوه، اوس له کال ډېره موده کیږي، چې د پولي په پورې لوري کې تړل شوې او د ګاډو تګ او راتګ پرې نشته.

که څه هم له غلام خان پرته خوست ته د مالونو د لیږد نورې لارې هم شته، چې ګاډي پرې تګ او راتګ کولای شي، خو په ټولو لارو له یوې خوا کنټرول نشته او بل لوري ته په هغه سیمو کې امنیتي ستونزې هم شته، چې د ګمرک مامورین په کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي او په دې توګه د ګمرک د پام وړ عوایدو ضایع کیږي.

د سېشنبې پر ورځ د خوست د ګمرک ادارې مرستیال محمداکرم مشال راډیو ته وویل، چې د غلام خان بندر تړل کیدو د ګمرک پر عوایدو منفي اغېز کړی او عواید کم شوي دي:

((زموږ اکثره وارداتي مالونه د غلام خان د سرحد له لارې ګمرک ته د محصول اخیستلو له پاره راتلل، چې تقریباً دیارلس میاشتې کیږي، چې زموږ محمولې یا ګاډي نه شي کولای چې تګ او راتګ وکړي، موږ ته اکثره مالونه په داسو لارو راځي، چې قاچاقي لارو ته ورته دي، په دې لارو سوداګر ډېرې ستونزې لري، دیارلس میاشتې کیږي، چې دا لاره بنده شوې ده، لکه څرنګه چې هغه وخت مو عواید ښه درلودل، دې کار زموږ په عوایدو مستقیماً بده اغېزه کړې ده.))

د ګمرک په انګړ کې یو تن سوداګر چې د خپلو مالونو د تشریح او محصول کولو له پاره منتظر وو، وویل چې د غلام خان بندر تړل کیدو د دوی پر تجارت هم منفي اغېز کړی او اوسمهال اکثرو سوداګرو د نورو ولایتونو له لارې کاروبار پیل کړی دی.

هغه د افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د غلام خان لارې د پرانیستې له پاره اقدامات وکړي.

((زه نورعلي افغان، موږ ته د غلام خان د بندر لاره بنده ده، تقریباً له کاله ډېر وخت کیږي، چې لاره بنده ده، موږ دې نورو لارو مالونه راوړو، ډېرو مشکلاتو سره مخامخ یو، زموږ تقریباً اتیا سلنه تجارت نورو ولایتونو ته انتقال شوی دی، نو د ولایت مقام نه مو خواهش دادی، چې موږ ته دا لاره خلاصه کړي، نور تجاران هم دې ته تشویق کړي چې دې سره په خوست کې وده پیدا کړي.))

د بادشاه خان په نوم د ځدراڼو د قوم یو تن اوسیدونکی چې د بابرک تاڼې او ټل په لاره خوست ته په خپل لوی ګاډي کې مالونه لیږدوي، وايي چې له یوې خوا يې د مالونو په راوړلو ډېر وخت تیریږي، بل لوري ته د ګمرک پر مسوولینو هم نیوکه کوي، چې په دې ځای کې د مالونو د تشریح او محصول کولو له پاره پرې درې، څلور یا پنځه شپې ورځې تېروي.

خوست والي حکم خان حبیبي د خوست په ګمرکي چارو کې یو شمېر ستونزې مني.

هغه وايي هڅه به وکړي، چې د غلام خان بندر د بیا پرانیستو مسله د سوداګرۍ له وزارت سره شریکه کړي.

دی زیاتوي چې اوسمهال د خوست ګمرک مسوولینو هم په فرعي لارو کې چېک پاینټونه جوړ کړي تر څو تر یوه بریده د عوایدو د فرار او ضایع کیدو مخه ونیسي:

((د ګمرک مسوولینو کوښښ کړی، چې د بابرک تاڼې او علیشیرو په منطقه کې چک پوسټونه ایجاد کړي او تر یوه بریده د عوایدو د فرار مخه ونیسي، بیا هم کیدای شي په دې برخه کې ستونزې وي، د ستونزو د حل په خاطر مو د ګمرک څخه لیدنه هم وکړه، تر څو د فرار د عوایدو مخنیوی وکړي او په اړوندو لارو کې خپل مامورین او چېک پاینټوه بېرته ځای پر ځای کړي.))

د افغانستان غلام خان بندر هغه لاره ده، چې د نورو بندرونو او لارو په پرتله نږدې څلور سوه کیلومټره د کراچۍ سوداګریز بندر ته نږدې ده، په دې لاره د مالونو لېږد رالېږد سوداګرو ته په کمه بیه پریوزي او دا چې د ابادیو په اوږدو کې تېره شوې، نو په امنیتي لحاظ هم سوداګرو خوندي بلله.

XS
SM
MD
LG