د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې ګوزڼ یو بل ماشوم معيوبه کړی دی


کوټه: په کوټه کې د صوبې د صحت د څانګې چارواکي وايي، د دغه ښار په پښتون آباد سیمه کې يو ماشوم چې عمر يې څلورنيم کاله دی، ګوزڼ ناروغۍ د تل لپاره معیوبه کړی دی.

کوټه: په کوټه کې د صوبې د صحت د څانګې چارواکي وايي، د دغه ښار په پښتون آباد سیمه کې يو ماشوم چې عمر يې څلورنيم کاله دی، ګوزڼ ناروغۍ د تل لپاره معیوبه کړی دی.

د شریف الله په نامه دا ماشوم چې د صحت د څانګې د چارواکو په خبره کورنۍ يې کله هم ده ته د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي څاڅکي ورکړي نه وو، ځکه نو له پولیو څخه متاثره شوی.

د پښتون اباد له ياد متاثره شوي له ماشوم سره په بلوچستان کې سږکال د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر څلورو ته ورسېد، چې د چارواکو په خبره اکثره د هغو کورنيو ماشومان دي، چې کورنۍ يې د ګوزڼ څاڅکو نه ورکوونکې کورنۍ دي.

د صحت د څانګې چارواکي زیاتوي، د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي لپاره دوی ته تر ټولو لوی خنډ هغه کورنۍ او علما دي، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزن څاڅکي نه ورکوي، خو د کوټې د مرکزي جومات امام مولانا انوارالحق حقاني بیا وايي، دوی خپلو ماشومانو ته هم د پولیو څاڅکي ورکوي او نورو خلکو ته هم ورته خواست کوي.

((ځيني خلک او علما داسې فکر کوي، چې د ګوزڼ په دې څاڅکو کې حرام شيان ګډ دي، ځکه نو دوی خپلو ماشومانو ته د دې له ورکولو انکاري دي. دومه خبره دا کوي، چې په دې څاڅکو کې د منصوبه بندۍ درمل دي، خو په حقیقت کې داسې هسې پروپاګنډې دي، او ډېر لوی علماو فتواوي ورکړې دي، چې باید هر مسلمان خپل ماشوم ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړي)).

د ویلو وړ ده چې بلوچستان، قبایلي سیمې او د خیبرپښتونخوا ځينې برخې هغه سیمې دي، چې لا هم تر نور پاکستان په کې د پولیو زیات کیسونه رامنځته کېږي.

XS
SM
MD
LG