د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځي رېل له پله پرېوتې، ۱۷ وژل شوي


ګجرانواله - د پاکستان رېلوې وزیر خواجه سعد رفیق وايي، په وزیر اباد کې د پوځیانو لپاره د ځانګړي رېل پرېوتو تر شا ښايي د وسله والو یا ورانکارو لاس وي.

نوموړي دا خبره بېګا له ګجرانوالې سره نېږدې د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وکړه.

سعد رفیق زیاته کړه چې په پېښه کې د وسله والو د ککړتیا په اړه به تر پوره پلټنو وروسته یقیني خبره وکړای شي.

دا رېلګاډی د پنجشنبې پر ماسپښين ماسپښين له پنو عاقله، د کاریا چاوڼۍ ته روان وو چې د پله ماتېدو له کبله پرېووت.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار وايي، په پېښه کې د یوه پوځي افسر کرنل عامر جدون په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي دي.

ای اېس پي ار وايي، په پېښه کې د وژل شویو پوځیانو جنازه بېګا د ګجرانوالې په چاوڼۍ کې وشوه چې ورته د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم ورغلی وو.

XS
SM
MD
LG