د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکیتکا کې یوولسو ښوونځیو ته احاطې جوړیږي


د پکتیکا په مرکز او دریو ولسوالیو کې یوولسو هغه ښوونځيو ته چې ودانۍلري، خو راچاپیرې احاطې او دیوالونه نه لري، د نړیوال بانک د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت به د پنځو میاشتو په موده کې احاطې جوړې شي.

د پکتیکا په مرکز او دریو ولسوالیو کې یوولسو هغه ښوونځيو ته چې ودانۍ لري، خو راچاپیرې احاطې او دیوالونه نه لري، د نړیوال بانک د ۲۲ میلیونهافغانیو په لګښت به د پنځو میاشتو په موده کې احاطې جوړې شي.

د پنجشنبې پر ورځ د پکتیکا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي د دې پروژو پهپیلغونډه کې چې د شرنې د الجهاد په لیسه کې نیول شوي ول، رسنیو ته وویل،چې د ښوونځيو د احاطو جوړول د دوی په مهمو اړیتاوو کې وو.د پکیتکا د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې اړوند وزارت باید د یاد ولایت د نیمايي ډيرو ښوونځیو له پاره چې ودانۍ نه لري، د هغې په جوړولو کې هم په
سلسله واره توګه مرسته وکړي:

((نن مو د الجهاد لیسې د محوطې د دیوال د بنسټ ډبره کېښوده، دې سره همزمانه په سروضه، زیړوک، ګومل، یوسف خېل د هغو یوولسو ښوونځيو له پاره چې د احاطې دیوالونه يې نه درلودل، په پنځو میاشتو کې به ورته دیوالونه جوړیږي، ټول ولس ته ډاډ ورکوم چې د دې کارونو د نظارت له پاره به زموږ د انجینري ټیم موجود وي.))

د یوولسو ښوونځیو له پاره د احاطو د جوړولو په پیلغونډه کې د معارف له منسوبینو سربیره د پکتیکا والي او نورو ځايي چارواکو، مدني فعالانو او قومي مخورو برخه هم اخیستې وه.
په مراسمو کې پکتیکا والي امین الله شارق وویل، د دې کار څخه يې موخه داده، چې د ښوونځیو ساحې خوندې پاتې شي او زده کوونکو ته د درسونو د زده کړو له پاره ارام شرایط برابر شي.

ښاغلي شارق په دې تاسف وښوده، چې په مرکز کې ځني خلک په یاد ولایت پسې دا
تبلیغات کوي، چې د دې سیمې خلک د علم او پوهې سره علاقه نه لري. هغه له رسنیو او مدني جوړښتونو وغوښتل، چې مرکز او نورې نړۍ ته د پکتیکا والو د علم پالنې او سوله غوښتنې هغه رښتینۍ انځور ورسوي:

((متاسف یم چې د پکیتکا ولایت تصویر په غلط شکل بیرون ورکول کیږي، چې خدای مکړه دا خلک زده کړو سره شوق نه لري، حال دا چې دا مسله دلته برعکس ده، غوښتنه مې له رسنیو او مدنی ټولنو داده چې دوی د خپلې له لارې د پکیتکا هغه حقیقي تصویر مرکز او نورې نړۍ ته وښيي.))

د اسلام محمد په نوم د الجهاد لیسې د لسم ټولګي زده کوونکی وايي، چې د ښوونځیو د احاطو په جوړولو سره به دوی له یوې خوا د فکري اخلاله وساتل شي او بل لوري ته به د دوی امنیتي ساتنه هم شوي وي:

((د الجهاد لیسې د شاګردانو په نماینده ګي وایم، چې موږ د احاطې جوړولو ته ډېر خوښ یو، موږ ورته ډېره اړتیا درلوده، په دې سره به د شاګردانو ته دوې ګټې رسیږي له یوه پلوه به يې ساتنه او محافظت وشي او بل لوري ته به يې ټوله توجه زده کړو لوري ته شي او بیدیا به يې فکر نه اخلالوي.))

د يادونې وړ ده، چې پکتيکا اوسمهال ۳۵۷ بابه ښوونځي لري، چې له دې جملې
زياتره ښوونځي یې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په بیدیا کې خلاصې هوا
ته زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG