د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان – پاکستان تعلقات بیا ټکني ښکاري


د افغانستان – پاکستان تعلقات بیا ټکني ښکاري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان او افغانستان د مشرانو ترمنځ د تګ راتګ کومه لړی چې په تېرو مياشتو کې تيزه شوې وه هغه اوس داسي ښکاري چې ټکڼۍ شوې ده. د افغان ولسمشر اشرف غني په واک کې تر راتلو وروسته د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې تودوالۍ لېدل شوی وو. د پاکستان ځينو اندېښنو ته د ځواب ويلو لپاره افغان ولسمشر ځینې داسي عملي اقدامات واخیستل چې هغو په افغانستان کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون يو شمېر نور افغانان را وپارول. کابل تمه کوله چې اسلام اباد به په ځواب کې وسله طالبان له افغان حکومت سره پرېکنده خبرو اترو ته وهڅوي. که څه هم د چين په ګډون په ځينو نورو هېوادونو کې د طالبانو او افغان حکومت په خپلو کې غير رسمي خبرې کړې دي خو بيا هم خبري له تمې سره سم پر مخ نه ځي. پوښتنه دا ده چې اخر خبرې ولې پر مخ نه ځي؟ افغان ولسمشر له کوم فشار سره مخامخ دی او د اسلام آباد ستونزې او اراده څه ده؟ دا او ورسره نورې پوښتني د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي. په اسلام آباد کې د پاکستان پخوانۍ سفارت کار ایاز وزير او په لندن کې خبريال او د افغان چارو کارپوه سميع يو سفزی د بحث ميلمانه او عبدالحی کاکړ يې کوربه دی.

XS
SM
MD
LG