د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د پاکستان حکومت دې ملالې یوسفزۍ ته انصاف ورکړي”


دا غوښتنه په هغه ليک کې ياده شوې چې د دوشنبې په ورځ په امريکا کې د پاکستان سفير جليل عباس ته سپارل شوى دى.

دوو امريکايي سېنټرانو له پاکستانه، هغو مشکوکو کسانو ته د خوشې کولو په اړه مالومات غوښتي چې د نوبېل جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د وژلو هڅه يې کړې وه.

سېنېټر مارکو روبيو او باربارا بوکسر د پاکستان له خوا د لسو مشکوکو کسانو له ډلې د اتو کسانو پر خوشې کولو سخته اندېښنه څرګنده کړه.

دا مسئله په هغه ليک کې ياده شوې چې د دوشنبې په ورځ په امريکا کې د پاکستان سفير جليل عباس ته سپارل شوى دى.

امريکايي سېنېټرانو ويلي دي د پاکستان تر عدالتي نظام لاندې د دغه ناوړه بريد ترسره کوونکو ته د سزا ورکولو لپاره په فعاله توگه دکار کولو ډاډگېرنه کړې وه خو اوس د دغو مجرمانو خوشې کېدو د پاکستان عدالتي نظام د شفافيت او احتساب په اړهاندېښنې راولاړې کړې دي.

د امريکا مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټۍ دغو دوو مهمو غړو په ليک کې ويل شوي:

((موږ د پاکستان پر حکومت ټينګار کوو، خپلې هڅې دوه برابره زياتې کړي چې په هاغه وحشيانه بريد کې ککړ مجرمان عدالت ته راکش کړي))

پهلندن کې د پاکستان های کميشنوياند منير احمدله خلې ويل شوي ول چې اته مشکوک کسان یې د ثبوتونو کمي پر اساس خوشې کړل شوي دي.

سږکال د اپريل په مياشت کېپاکستانيو او غيرملکي مېډيا راپور ورکړى وو چې پر ملاله يوسفزۍ په برید کې ککړو ۱۰ کسانو تهدترهه گرۍ مخنيوي ځانگړي عدالت د عمر بند سزا اورولې وه.

پاکستانيو چارواکووروسته وويل، په دغه مقدمه کېد سزا په اړه په ميډيا خپارۀ شوي اطلاعات سم نه وو. هغوی دعوه کړې وهچې په اصل کېيواځې دوو ملزمانو ته سزا ورکړل شوې وه او اته کسان نور خوشې کړل شوي دي.

خو دا خبره ديادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د پاکستان پوځ عامه اړيکو څانگې وياند ميجر جنرل عاصم باجوه هم پخلى کړى وو چې لس تنه ترهه گرو منلې ده، چې د تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله د سکول په دريوو طالبعلمانو ملالې يوسفزۍ، شازيه رحمان او کائنات رياض دشوې حملې منصوبه بندي یې کړې وه.

امریکايي سېنېټرانو ویلي، طالبانو، ملاله یوسفزۍ په دې په نخښه کړې وه چې هغېد ښځو د حقونو او د جينکو تعليم لپاره په ډاگه وکالت کولو ، خو وايي، تندلارې باید په یاد ولري چې هغوی د ۱۵ کلنې نجلۍ د خاموشه کولو په هڅو کې ناکامه شوي ړي. د دوی په خبره

د دې ټولو ستونزو باوجود ملاله اوس ١٧ کلنه شوې ده او د جينکو تعليم ته د ودې ورکولو لپاره هغه اوس د نړۍ اتله ګرځېدلې ده او له دې امله ورته په ٢٠١٤م کال کې د امن نوبېل انعام ورکړل شوى دی.

پر ملالې يوسفزۍپه ٢٠١٢م کال د سوات انتظامي مرکز مېنگوره ښار کې هاغه وخت طالبانو حمله کړې وه چې هغه له خپله سکوله په یوه ګاړي کې خپل کور ته روانه وه. په هغه برید کې د ملالې يوسفزۍ تر څنگ دوه نورې زده کوونکې شازيه او کاینات هم ژوبل شوې وې.

په پاکستان کې له لومړنۍ درملنې پس ملاله يوسفزۍ د لا نورې درملنې لپاره د بریتانيا برمنگم ته یووړل شوه.

د طالبانو د دغه حملې څخه د مخه ملالې يوسفزۍ ته په نړيواله کچه هاغه مهال شهرت ترلاسه شوى وو چې هغې د طالبانو تر ولکې لاندې د خيبر پښتونخوا د سوات سيمې پر حالاتو د بي بي سي اردو څانګې ته د گل مکۍ په نامه ورځني یاداښتونه ليکل.

XS
SM
MD
LG