د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خپلو ویجاړو کورونو او پټو ته مو نه پرېږدي'


په تیرا کې د زخه خېلو او لښکر اسلام ترمنځ بیا بیا له نښتو ګڼو خلکو د خېبر پښتونخوا نورو سیمو ته پناه وړې وړې
په تیرا کې د زخه خېلو او لښکر اسلام ترمنځ بیا بیا له نښتو ګڼو خلکو د خېبر پښتونخوا نورو سیمو ته پناه وړې وړې

د خیبر ایجنسې د باړې خلک وایی چې امنیتي ځواکونه یی په تیرا کې خپلو ویجاړو شوو کورنو او پټو د بیا آبادولو لپاره تیرا ته نه پریږدي،او اجازت نامه ترې غواړي.

دوی وایي چې دغه اجازتنامه ډېره په مشکله جوړېږي او باید دوی ته یوازې د کډوالو په رجسټرېشن اسنادو او شناختي کارډ باندې تیرا ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.

دوی وايي له تېرې اوږدې مودې راهیسې نه خو په تېرا کې جرګو مرکو او غم ښادي ته تلای شي او نه هم خپل ویجاړ شوي کورونه او پټي بیا ابادولای شي.

د تیرا عمران اپرېدی وايي: «خپلو کورونو ته د تلو اجازتنامه ډېره په تکلیف جوړېږي، له سختو مشکلاتو سره مخامخ یو. یو ځل دلته یوه سند راکول کېږي، دا سند بیا هورې لیرې د تیرا کرنل ته وروړو، چې هغه ورباندې لاسلیک وکړي نو بیا موږ تلای راتلای شو. موږ له سرکاره غوښتنه کوو چې د اوسنۍ اجازتنامې له مخې دې موږ تګ راتګ ته پرېږدي. موږ په تیرا کې کورونه، پټي او کاروبارونه لرو او غواړو چې هلته ولاړ شو، خپل وطن مو دی»

د باړې یو بل مشر منیر اپرېدی د اجازتنامې نه درلودو له کبله له ۲۰۱۲م کال اجازت نه لري چې تیرا ته ولاړ شي. دی زیاتوي:

«ما ته اجازتنامه نه ملاوېږي چې تیرا ته ولاړ شم. که څه هم دلته په باړه کې زما نوملیکنه [رجسټرېشن] وشوه، خو په دې اندراج زه تیرا ته نشم تلای. موږ خو په تیرا کې خپل وران کورونه او پټي ابادول غواړو. دوی مو نه پرېږدي»

د باړې یو بل مشر اقبال اپرېدی وايي، د خېبر ایجنسۍ د ټولو وګړو لپاره یوه اجازتنامه پکار ده.

«دا خو یوه ایجنسي ده، زه خو څه وزیرستان ته نه ځم، زه خو بل ملک ته نه ځم خپلې تیرا ته ځم. په یوه ځای کې مې نوملیکنه منې په بل ځای کې مې نه منې. چې په تیرا کې مې رجسترېشن وي وای د باړې لپاره بېل وکړه، چې په باړه کې مې اندراج وي وایي، په تیرا کې بېل وکړه. دا څله؟ پکار ده چې دواړو ته یو راجسټرېشن وي»

د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ ناصر خان وايي، «دا کوم خلک چې وايي، دوی ته په تلو کې ستونزې او تکلیفون جوړېږي. دغه خلک لاندې په کجوره کې اوسېږي او هلته خپلو د ځمکو خسمانو ته ځي. نو په هغه کې ځواکونه لږ و ډېر خلک دروي، دا ستونزه به تر یوه څه وخته وي. ځکه چې بلې غاړې ته عملیات روان دي. خو موږ دوی ته لیکونه او اجازتنامې ورکوو، چې په لاره کې یې څوک و نه دروي»

یاده دې وي چې د باړې قامونو خلک په تیرا او باړه دواړو کې ژوند کوي خو په دا وروستیو کې د باړې او تیرا میدان دواړه سیمې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې له وسله والو پاکې کړل شوې دي. او د باړېوال وايي، چې سرکار دې ورته تیرا ته په تلو راتلو کې اساني پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG