د لاسرسي ځای

تازه خبر

سند کې جل وهلو له وجې د مړو شمېره له زرو اوښتي


د کراچۍ په ايدهي مرکز کې پراته مړي
د کراچۍ په ايدهي مرکز کې پراته مړي

د سند صوبې د چارواکو په خبره د جل وهنې او سختې ګرمۍ له وجې د مړو شوو شمېر خوا او شا يوولس سوو ته لوړ شوی دی. په زرګونه نور اغېز من شوې خلک په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د سيند د صحت اداره وايي د صوبې په مختلفو سيمو او په ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې تيره يوه اونۍ کې د سختې ګرمۍ او تپ له کبله د مړو شمېر يوولس سوو ته رسيدلی دی.

د سند د صحت محکمه زياتوي نهه ديرش زره کسان له ګرمۍ او جل وهنې متاثره شوي چې بېلابېلو هسپتالونو يا روغتونونو ته وړل شوي دي.

کراچۍ کې د خير ښيګړې غيرسرکاري ادارې ايدهي فاونډېشن د لاوارثه مړو د ساتنې او کفن دفن انتظام کوي. د دې ادارې يو چارواکي محمدناصر مشال ر‌يډيو ته وويل چې د زرو په خوا او شا کې مړي دوی ته وروړل شوي.

هغه زياته کړه: ((موږ درې سوه شپږ اتيا لاوارثه مړي ښخ کړي دي. دا وخت زموږ په سردخانه کې نور پنځوس مړي شته دی.))

جل وهلې او ګرمۍ ځپلې په روغتون کې
جل وهلې او ګرمۍ ځپلې په روغتون کې

په همدي حال کې د سرحدونو چارو يا سيفران وزير او د قامي صحت وزيرمملکته سايره افضل تارړ کراچۍ ته ورغلي او هلته يې په ځينو روغتونونو کې د ناروغانو پوښتنه کړي.

عبدالقادر بلوچ په دي موقع خبريالانو ته وويل: ((په هيڅ صورت موږ له خپلې زمه وارئ مخ نه اړووو او [د مرستو رسولو يا نورو سهولتونو د برابرولو] لړ کې که زموږ له وفاقي چارواکو کومه کوتاهي شوي وي نو د هغوي پر ضد به ګامونو پورته کووو))

سايره افضل تارړ خپلو خبرو کې وويل چې د ماحولياتي بدلون له امله ګرمي زياته شوې ده. خو په همدې حال کې کراچۍ کې ډير زيات لوډشيډنګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG