د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې رمضان کرکټ اتلولۍ پیلېږي


د بلوچستان د لوبو او کلتور وزیر مجیب الرحمان محمدحسني وايي، د دغه اتلوليو د پېل غونډه به د روانې مياشتې په ۲۶ نېټه او د پای غونډه به يې په ۴ جولايي ترسره کېږي.

په کوټه کې د بلوچستان صوبايي حکومت د لوبووزارت چارواکي وايي، د پاکستان پوځ او ملېشه ځواکونو په مرسته د ټول پاکستان رمضان ټي ټوينټي په نامه ټورنامنټ پېلوي چې د کوټې په ایوب لوبغالي کې به له روژه ماتي بیا تر پېشلمي دوام لري.

د بلوچستان د لوبو او کلتور وزیر مجیب الرحمان محمدحسني وايي، د دغه اتلوليو د پېل غونډه به د روانې مياشتې په ۲۶ نېټه او د پای غونډه به يې په ۴ جولايي ترسره کېږي.

؛ صوبايي حکومت د ملېشه ځواکونو بلوچستان په مرسته د ټول پاکستان ټي ټوينټي بلوچستان رمضان کپ د ۲۰۱۵ د پېلېدو اعلان کوي. چې په کښې به له ټول پاکستان څخه څلوېښت لوبډلي برخه اخلي. ددغه اتلوليو باقاعده اغاز به په ۲۶م جون د شپې لس بجې او د پای دستوره به يې په ۴م جولایي د شپې لس بجې په بګټي کرکټ سټيډيم کې کېږي؛.

د بلوچستان د لوبو او کلتور وزیر مجیب الرحمان زیاتوي، ددوي حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې هڅه کړې، چې د کوټې او ټولې صوبې وګړيو ته په ټينګ امنيت کې داسې پروګرامه جوړ کړي، چې ورسره نور پاکستان دا پيغام ورکړي، چې د کوټې وګړي سوله خوښوونکي دي.

؛ له ننه درې څلور کاله مخکې به د کوټې بازارونه تر ماښام وروسته بندېدل. ځکه چې په خلکو کې به د ناامنۍ وېره وه. لاکن موجوده حکومت د پاکستان له پوځ او ملېشه ځواکونو، پولیسو او لیویزو سره په ګډه په خلکو کې دا وېره اوس تر ډېره ځایه ختمه کړې؛.

د بلوچستان د لوبو او کلتور یاد وزیر وايي، د رمضان شل اوریزه اتلوليو لپاره يې د پاکستان له بېل بېل لويو ښارونو څخه د اردو او پښتو مشهوره سندرغاړه هم رابللي، چې ددې اتلوليو نندارچيان به له کرکټ سره سره له موسيقي پروګرامونه څخه هم خوند واخلي.

XS
SM
MD
LG