د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ ناټو له افغانستانه سترګې اړولې دي”


احمد رشید لیکي د ګل پر ورځ په افغان پارلیمان ځانمرګي برید په افغانستان کې د هغه سیاسي او امنیتي بحران عکس العمل دی کوم چې د ناټو ځواکونو د وتلو یو کال وروستو مخې ته راغلې دی.

احمد رشید لیکي د ګل پر ورځ په افغان پارلیمان ځانمرګي برید په افغانستان کې د هغه سیاسي او امنیتي بحران عکس العمل دی کوم چې د ناټو ځواکونو د وتلو یو کال وروستو مخې ته راغلې دی.

د افغانستان په شمال کې له مینځنۍ ایشیا سره په پوله او په جنوب کې د پاکستان او ایران سره په پوله د وسله والو په هلو ځلو کې ډېروالې راغلې دی.

احمد رشید لیکي ـــ په داسې حال کې چې مغرب د افغانستانه خپلې سترګې اړولې دي طالبان، القاعده او یو درځن پاکستاني، چینايي او د مینځني اسیا وسله والې ډلې په دې هڅه کې دي چې جګړه تر تاجکستان او کرغزستان وغځوي.

داسې ښکاري چې په افغان پارلیمان برید د حقاني شبکې کار وي ځکه چې دا طالبانو او القاعده ته وفاداره ده او دا ژمنه يې کړې ده چې د بهر ملکي ځواکونو تر وتلو به جګړې ته دوام ورکوي.

احمد رشید وړاندې لیکي ـــ په کال ۲۰۱۵ م کې ۲۳۰۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمیرې ترمخه په دغه موده کې ۱۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي دي او ۲۰۰۰ ټپیان شوي دي.

خو د دغې سره سم طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو غیررسمي دورونه هم کړي دي. دا د وسله والو ډلو تر مینځ د یو لوي تقسیم غمازي کوي. سخت دریزه وسله وال جګړې له دوام ورکول غواړي او مینځ لاري خبرې کول غواړي.

احمد رشید لیکي ـــ پاکستان هم په خپله هغه ژمنه پوره کولو کې پاتې راغلې دی چې ګني طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو لپاره رضا کړي. خو د دې ټولو ننګونو او لسو میاشتو تیریدو باوجود نه خو حکومت د کابینې وزیران مقرر کړیدي او او نه يې د هیواد د اقتصادي ستونزو د هواري څه لاره موندلې ده.

احمد رشید په پاي کې لیکي ـــ په دې خبره کې څه شک نشته چې ولسمشر اوبامه له افغانستانه ځواکونه د خپل خواهش په اساس وویستل او په ځمکه موجود حقیقتونه يې په پام کې نه نیول.

لیکوال ټینګار کوي چې باید لوې طاقتونه پاکستان دې ته اماده کړي د تشدد د پېښو په راکمولو کې خپله برخه کردار اولوبوي او طالبان د خبرو اترو میز ته راولي.

خو ستونزه داده چې ناټو او امریکا هم په افغانستان کې روان بحران په پوره سنجیدګۍ سره نه اخلي.

XS
SM
MD
LG