د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو د کندوز چاردرې ولسوالۍ بېرته ونیوله


د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې بېګا شپه د افغان ګډو ځواکونو د چهاردرې پر ولسوالۍ له درې استقامتو څخه تصفیوي عملیات پیل کړي چې په نتیجه کې د نوموړې ولسوالۍ مرکز او شمېر نورې سیمې دولتي ځواکونو نیولي او عملیات لاهم جریان لري.

د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې بېګا شپه د افغان ګډو ځواکونو د چهاردرې پر ولسوالۍ له درې استقامتو څخه تصفیوي عملیات پیل کړي چې په نتیجه کې د نوموړې ولسوالۍ مرکز او شمېر نورې سیمې دولتي ځواکونو نیولي او عملیات لاهم جریان لري.

کندوز والي محمد عمر ساپي په یوخبرې کنفرانس کې رسنیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفانو د نومول شوې والي مرستیال په ګډون ۸۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه یې تپیان شوي دی:

((د چاردرې ولسوالۍ مرکز او هغه زموږ د امنیتي ځواکونو قرارګاه چې د څلورو ورځو راهیسې د محاصره په حالت کې وو نیول شوي دي، همدارنګه د نو آباد تو سیمه او یوشمېر نورې سیمې افغان ځواکونو نیولي دي.))

والي زیاته کړه چې اوسمهال په چاردرې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو عملیات ډېر په چټکې سره پرمخ روان دي او ډېر ژر به نوموړې ولسوالۍ د وسله والو مخالفان له موجودیت پاکې کړي.

خو په دغې جګړې کې د چاردرې ولسوالۍ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده او سیمه ییزو چارواکو په دې اړه دقیق ارقام له رسینو سره نه دي شریک کړي.

ساپي داهم وويل چې دوی غواړي لومړی د چاردرې ولسوالۍ تصفیه کړي او وروسته به د دشت ارچې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هم عملیات پیل کړي.

تر اوسه پورې وسله والو د چاردرې ولسوالۍ د عملیات په اړه تبصره نه ده کړې.

د یادونې ده چې څلور ورځې وړاندې د چاردرې ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولې وه؛ خو نن د سېشنبې پر ورځ دغه ولسوالۍ بېرته افغان امنیتي ځواکونو ونیوله او لاهم په کې د تصفیوي عملیات جریان لري او د دشت ارچي ولسوالۍ لاهم د وسله والو مخالفان په کنټرول کې ده.

XS
SM
MD
LG