د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د جلوهلو مړیو شمېره تر ٤٥٠ اوښتې


د سیند صوبې چارواکي وايي چې د سختې ګرمۍ له وجې په تېرو درو ورځو کې د مړو شمېره تر ٣٠٠ اوښتې ده، بلخوا په کراچۍ کې د بېلا بېلو روغتونونو چارواکي د مړو شمېره تر٤٥٠ زياته ښيي.

د سیند صوبې چارواکي وايي چې د سختې ګرمۍ له وجې په تېرو درو ورځو کې د مړو شمېره تر ٣٠٠ اوښتې ده، بلخوا په کراچۍ کې د بېلا بېلو روغتونونو چارواکي د مړو شمېره تر٤٥٠ زياته ښيي.

د صحت سيکرېټري سعيد منګنيجو مطبوعاتو ته وويل چې د کراچۍ په څلورو لويو روغتونونو کې د مړیو شمېره تر ٣٠٠ پورې ده او په نورو روغتونونو کې هم يو شمېر مړي پراته دي.

بلخوا د جناح روغتون وياندې ډاکټر سيمي جمالي په وينا چې لږ تر لږه ٢٠٠ مړي روغتون تهوروړل شوي دي، چې ډېری یې د لوی عمر کساندي.

د دې ترڅنګ د سیند صوبې عباسي شهيد روغتون، قطر روغتون، ضياء الدين روغتون، انډس روغتون، لياقت نېشنل روغتون، لياري جنرل روغتون او سول روغتون چارواکي وايي، چې دې روغتونونو ته هم په درځنونو مړي وراوړل شوي دي.

د غير سرکاري تنظيم ايدهي فاونډيشن يو چارواکي امان الله مشال ريډيو ته وويل چې په تېرو درو څلور ورځو کې د دوی سېنټرونو ته تر ٥٠٠ پورې مړي وراوړل شوي دي چې پکې يو شمېر یې خاورو ته سپارل شوي دي او دا مهال نژدې ٢٠٠ پورې مړي د ايدهي په سرد خانه کې پراته دي چې پکې يو شمېر یې لاوارثه مړي هم دي.

بلخوا د پاکستان سرکاري ريډيو وايي چې وزيراعظم محمد نواز شريف په كراچۍ كې د موسم شدت له امله په شويو مرګونو خپګان ښودلو سره سره اېن ډي اېم اې ته هدايت كړی چې د ولس د اسانيو لپاره دې په سمدستي توګه ګامونه پورته كړل شي.

سرکاري ريډيو وايي چې وزيراعظم د اوبو او برېښنا وزارت ته هم هدايت وكړو چې د برېښنا د رسد صورتحال په اړه دې د وزيراعظم دفتر هره شېبه خبر وساتي.

د ګرمۍ د چپې او د موسم صورتحال په اړه مشال ريډيو چې کله د موسمياتو محکمې چارواکي محمد رياض سره تماس ونيولو نو نوموړې وايي چې نن ماښام يا ماسخوتن به په کراچۍ کې دګرمۍ زور په کميدو شي او تر سبا به د تودوښې کچه «درجه حرارت« معمول ته راوګرځي. له سبا به د کراچۍ په مختلفو سيمو کې د بارانونو لړۍ هم شروع شي چې تر راتلونکو درو څلور ورځو به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG