په پاکستان کې چارواکي وايي سختې ګرمۍ د هیواد په ګوټ ګوټ کې خلک زپلي او لږ تر لږه پنځه کسان له دې وجې وژل شوي دي. راپورونه وايي د جون شلمه نیټه په پاکستان کې د تودوخي له کبله تر ټولو ګرمه ورځ وه او په ترڅ کې یې په سند او بلوچستان ایالتونو کې خلک مړه شوي دي.
د بلوچستان په سبي سیمه کې د تودوخي لوړه درجه نهه څلوېښتو ته پورته شوه چې له کبله یې یو تن مړ او ګڼ نور بې هوشه شول.
د سند « ترپارکر » سیمه چې د هندوستان سره یې پولې لګیدلې ، صحي چارواکي یې تاییدوي چې سختې ګرمۍ څلور ماشومان مړه کړي دي.
تر دې وړاندې د جون په اومه او اتمه نېټه په سند ایالت کې د تودوخي لوړه درجه ۴۶ و ته پورته شوې وه او هغه مهال ۲۵ کسان مړه شوي وو.
د سختې ګرمۍ له کبله په پښتونخوا کې هم خلک شکایت کوي چې په ستونزو کې راګیر دي. دوی وايي په څلیریشو ساعتونو کې یوازې د څو ساعتونو لپاره بریښنا لري. یو شمېر ښارونو کې خلکو له تیرو څو ورځو راهیسې په مظاهرو هم لاس پورې کړی دی.