د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره بجټ وړاندې کړ


کوټه - د بلوچستان حکومت د ۲۰۱۵-۱۶ ز مالي کال لپاره د ۲۴۳ اربه کلدارو بودیجه وړاندې کړې ده.

دا بجټ د چارشنبې پر مازیګر د اعلا وزیر د مالي چارو سلاکار میر خالد لانګو وړاندې کړ.

په بجټ کې ۲۶ اربه کلدارې تاوان ښودل شوی دی. په بودیجه کې د پرمختیايي کارونو لپاره شاوخوا ۵۴ اربه روپۍ ایښودل شوې دي. د تعلیم لپاره له دوه اربه څخه زیاتې روپۍ ايښودل شوې دي.

د بلوچستان اسمبلۍ د بجټ له غونډې د اپوزیشن ټولو غړو پرېکون وکړ. په اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر مولانا عبدالواسع تور پورې کړ چې د پاکستان پوځ د بلوچستان حکومت چلوي. واسع وویل، ده کور کمانډر ته مخامخ ویلي چې هغه چې د بلوچستان له حکومتي چارواکو سره غونډې کوي نو دا تاثر ورکوي ((چې دی حکومت چلوي.))

میر خالد لانګو د بجټ وینا پر مهال وویل، د تېر مالي کال پرتله یې سږکال د روغتیا لپاره هم زیاتې پیسې ایښې دي.

تر غونډې وروسته نوموړي زیاته کړه، د بلوچستان حکومت به هڅه کوي چې د اپوزیشن ناراضه غړي بیا اسمبلۍ ته ورولي چې په بحثونو کې برخه واخلي او بجټ منظور کړي.

XS
SM
MD
LG