د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوهنتونونو د مشرانو ټاکنیزه کمېټي تر پوښتنو لاندې راغلې


اسلامیه کالج پوهنتون
اسلامیه کالج پوهنتون

پراګ - د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو له ترمیمي قانون سره سم، د هغې صوبې حکومت یوه کمېټي جوړه کړې ده چې په صوبه کې به د دولتي پوهنتونونو مشران (وایس چانسلران)، د پوهنتونونو د څانګو مشران او د تعلیمي ادارو نورو مهمو څوکیو ته به کسان ټاکي.

حکومت ویلي، د دې کمېټۍ مشر به د پاکستان اعلا تحصیلاتو یا لوړو زده کړو کمېسیون پخوانی مشر ډاکتر عطا الرمان وي. په کمېټۍ کې د کراچۍ د انسټيټیوټ اف بزنس ايډمېنېسټرېشن رییس ډاکتر عشرت حسین، د لاهور یونیورسټي اف مېنېجمټ ساینسز پخوانی مشر سهېل نقوي او د رفاه پوهنتون رییس ډاکتر غلام عباس شامل دي.

خو په پېښور کې ځېنې څېړونکي او د پېښور پوهنتون استادان د حکومت پر دې پرېکړې انتقاد کوي چې حکومت ولې له نورو صوبو څخه کسان انتخابوي او داسې مهمه کمېټي ورته سپاري.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګي استاد ډاکتر اعجاز خان وايي، حکومت د خپلې صوبې پر ځای له نورو هغو کسان راولي ((د دې مطلب دا دی چې دلته په پښتنو کې څوک دومره قابل نشته. یا دومره ایمانداره نشته. ډاکتر عطاالرحمان چې دوی ټاکه نو ولې دلته [کسان] نشته؟ دلته ډېر ښه تعلیمي ماهران شته. د ډاکتر لطف الله غوندې خلک شته، دلته د پروفیسر ریاض غوندې خلک شته. ډاکتر اقبال، ډاکتر قاسم جان غوندې خلک چې [په نړۍ کې نوم لري]، د هغه په ریسرچ (یا څېړنو) نیشنل جیوګرافېک [ټیليوېژن چینل] پروګرامونه جوړ کړي دي. باید حکومت داسې خلک راوستي وای چې یو بدلون راولي.))

خو د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر مشتاق غني دریځ لري چې د کمېټۍ جوړښت په غیر سیاسي بنیاد شوی دی او دا چې په دې کې د صوبې استازیتوب یا نمایندګي هم شته:

((دا د صوبې په تاریخ کې لومړی ځل دی. په نورو صوبو کې هم داسې کار نه دی شوی. موږ کمېټي جوړه کړې چې د [پوهنتونونو مشران] به منتخبوي. پخوا به د دې ډول کمېټيو مشر د اعلا تعلیم وفاقي وزیر وو او یو به یې د صوبې د اعلا تعلیم د سټینډېنګ کمېټۍ غړی وو. په دې کې به کله نا کله سفارش راته.))

غني وايي، همدا د سفارش یا واسطو د مخنیوي لپاره یې یوه ((غیر سیاسي کمېټي)) جوړه کړه.

هلته د پېښور پوهنتون استاد ډاکتر اعجاز خان له غني سره اختلاف کوي او وايي، حکومت باید د پښتونخوا ماهران انتخاب کړي وای ځکه چې هغوی د صوبې له حالاتو او مشکلاتو خبر دي او هغوی کولای شي چې په تعلیمي ډګر کې ښه بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG