د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري وايي، که ځورول ختم نشي نو ټول پاکستان به وتړي


د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري
د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري

اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي، د ترهګرۍ پر ضد ((عملیات نازک پړاو ته داخل شويدي نو په داسې وخت کې پر پوځ انتقاد کول مناسب کار نه دی)).

د پاکستان دولتي ټيلي وېژن د شریف دا بیان د شورو یا چارشنبې پر ورځ پر داسې مهال خپور کړی چې د نهې پر ماښام د پاکستان پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند ګډ مشر پر پوځي مشرتابه شدید انتقاد وکړ او د پاکستان تړلو ګواښ یې وکړ.

د نهې یا سې شنبې پر ماښام په اسلام اباد کې د پیپلز ګوند د قبایلي سیمو د غړو لوړې په مراسمو کې زرداري وویل، د هېواد ادارې کمزوري کول نه غواړي خو د پوځ مشران دې په سیاست کې ګوتې نه وهي او د سیاستوالانو په لار کې دې خنډونه نه پیدا کوي.

ده وویل، د دوی ګوند تل د پاکستان او جمهوریت لپاره قربانۍ ورکړې دي او په هېواد کې ولسواکي پیاوړې کول غواړي خو دوی ځورول کېږي.

ده د پاکستان پوځ ته په اشاره وویل، ((کله چې تاسې کمزوري کېږئ نو موږ مو شا ته درېدل غواړو. موږ د دې ملک لپاره قربانۍ ورکړې دي. دا زموږ پوځ دی، زموږ ادارې دي.))

زرداري د پاکستان پوځ مشر یا لوی درستیز ته په اشاره وویل چې هغوی خو ((درې کاله [د پوځ مشران] وي، بیا ځي خو موږ (یانې سیاستوالان) تل تر تله دلته پاتې کېږو.))

په هغه ورځ چې زه ولاړ شوم، نو یوازې د سېند سړکونه او لارې به نه تړل کېږي، بلکې له قبایلي سیمو، له خیبره واخله تر کراچۍ به ټول پاکستان تړل شوی وي او تر هغو به بند وي چې زه یې غواړم.
اصف علي زرداري

زرداري په خپله وینا کې پوځ مشر جنرال راحیل شریف مخاطبه کړ او ویې ویل، ((موږ مه ځوروه.که زموږ د ځورولو هڅه دې وکړه نو کلک غبرګون به دروښییو.))

زرداري په جذباتي انداز وویل، که دی مجبوره شو، خبري غونډه یې وکړه او د پوځي جنرالانو او نورو پوځیانو لېسټ یې وړاندې کړ نو ولس ته به ښکاره شي چې پر څومره پوځیانو په عدالتونو کې تورونه پورې شوي دي.

ده په لوړ غږ (ږغ) ګواښ، که پوځ دوی کار ته پرېنږدي نو دوی به ټول پاکستان بند کړي: ((په هغه ورځ چې زه ولاړ شوم، نو یوازې د سېند سړکونه او لارې به نه تړل کېږي، بلکې له قبایلي سیمو، له خیبره واخله تر کراچۍ به ټول پاکستان تړل شوی وي او تر هغو به بند وي چې زه یې غواړم. نو زموږ کردار وژنه دې پای ته ورسول شي. که ما ستاسو [په کردار غږېدل پیل کړل] نو پته نشته چې د پاکستان له جوړېدو واخله تر ننه به [د څومره] جنرالانو په اړه [لړۍ] پیل شي.))

زرداري وویل، د بېنظیر بوټو په وژنه یې هم وویل چې ((تل دې وي پاکستان)) خو د هر شي یو حد وي. ده زیاته کړه چې څوک دې په دې غلط فهمۍ کې نه وي چې دوی جګړه نشي کولای ((یوازې موږ جنګ کولای شو.))

موږ مه ځوروه.که زموږ د ځورولو هڅه دې وکړه نو کلک غبرګون به دروښییو.
زرداري

د پیپلز ګوند د ګډ مشر اصف علي زرداري د دې جذباتي وینا او په اشارو کې د ګواښونو ولې اړتیا پیل شوه او څه پیغام ورکول یې غوښتل؟ په دې اړه د چارو پوه اېمل خټک وايي، په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پیل، او په پېښور کې پر ښوونځي تر برید وروسته د پاکستان په سیاسي چارو کې د ((پوځ او اېسټیبلېشمنټ عمل دخل زیات شوی دی.)) ده وویل، د دې له کبله د ولس نظر تر ډېره بریده د پوځ په حق کې دی نو ځېنې سیاسي ډلې ((پر دې تحفظات [او اندېښنې] لري. دویمه خبره دا ده چې په دې وروستیو کې [د پیپلز ګوند یوه پخواني مشر] ذوالفقار مرزا پر اصف علي زرداري ډېرې نیوکې وکړې. نو ځېنې سیاستوالان دا ګڼي چې د دې تر شا د [استخباراتي ادارو یا] اېجنسیو لاس دی.))

خټک زیاتوي، همدا حالات د زرداري په ((لهجې کې د تریخوالي)) لامل شوي.

هلته د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د سې شنبې په شپه په یوه بیان کې د زرداري وینا ((نا مناسبه او غیر ضروري)) بللې او زیاتوي چې زرداري د خپلو ((نیمګړتیاو او تېروتنو د پټولو لپاره یوه حساسه قامي اداره په نښه کوي.))

د پاکستان پوځ د زرداري د وینا په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG