د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ترهې لړۍ دومره اوږده شوه چې ورسره عادت شو'


'پاکستان تحریک انصاف حکومت دې هیسته شي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

د جون پر لسمه د عوامي نیشنل ګوند، پیپلز ګوند او جمیعت علمای اسلام د لاریون منظر

پراګ - پاکستان په تېره بيا خیبر پښتونخوا او قبايلي سيمې له تېرې څه د پاسه يوې لسيزي راهيسې له ترهګرۍ سره مخامخ دي.

عوامي نيشنل ګوند د دې هېواد ښايي يوازينی هغه ګوند وي چې وسله والو طالبانو تر بل هر ګوند زيات سياسي تاوان وررسولی دی.

دې ګوند له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې پر خيبر پښتونخوا حکومت وکړ او دا هغه دغه وخت وو چې سوات په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغی او د عوامي نيشنل پارټۍ د پرله پسې فشار او غوښتنو په نتيجه کې پاکستاني پوځ پراخ عمليات وکړل او سوات يې له وسله والو طالبانو پاک کړ.

د دې ګوند دغه ګام او په عمومي توګه د مذهبي تندلاریتوب او ياغيتوب پر ضد جارحانه پاليسي د دې سبب شوه چې وسله والو طالبانو عوامي نيشنل پارټي په خاصه توګه د خپلو برېدونو هدف وګرځوله.

د ګوند مشران وايې، وسله والو د دوی شاوخوا ۸۵۰ غړي ټک په ټک ووژل، د ګوند پر مشر اسفنديار ولي خان يې ځانمرګۍ برېد وکړ، د صوبايي اسمبلۍ درې غړي بشير بلور، ډاکټر شمشير علي خان او ډاکټر عالمزيب خان يې ووژل، د پارټۍ جنرل سيکټري ميا افتخار حسين باندي يې څو ځله حملې وکړې او د ده ځوان زوی راشد حسين يې ورمړ کړ. دا شان پر افراسياب خټک هم قاتلانه حمله وشوه.

د بلدياتي انتخاباتو ستونزه ډېره ولسي بڼه لري نو ځکه دوی ته دا له ولس سره د رابطې جوړولو لپاره ډېره ګټوره ښکاري.
اېم ریاض

دغو پرله پسې بریدونو د دې ګوند سياسي هلې ځلې له پراخو میدانونو څخه د کورونو انګړ او تالارونو ته ورمحدوده کړې، په کوټه کې يې د پارټي پر غونډې برېد وشو او په کراچۍ کې خو وضع ان دې ته ورسېده چې دفترونه يې شاړ شول او غړو يې د وېرې له لاسه سره بيرغونه د خپلو کورونو او دکانونو له بامونه کوز کړل.

د ۲۰۱۳ کال په عامو انتخاباتو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو او ګواښونو له وجې عوامي نيشنل ګوند کمپاين ونکړای شو او نتيجه دا شوه چې دوی د ۲۰۰۸ کال د انتخاباتو پر مهال چې د صوبايې اسمبلۍ ۳۰ څوکۍ ګټلې وې هغه پر څلورو ودرېدې.

خو له ولس څخه تر يوه اوږده شلېدلي حالت وروسته داسې ښکاري چې د خيبر پښتونخوا د ۳۰م مۍ بلدياتي ټاکنو عوامي نيشنل ګوند ته د سياسي سا اخیستو يو ډول موقع په لاس ورکړې ده.

له جميعت علمای اسلام او پيپلز پارټۍ سره په ملګرتيا عوامي نيشنل ګوند د تحريک انصاف په مشرۍ د صوبايي حکومت پر ضد احتجاجي تحريک پيل کړی دی او دا تور لګوي چې د خیبر پښتونخوا حکومت په ټاکنو کې درغلي کړېده نو بايد استعفا ورکړي. البته صوبايې حکومت دا تورونه ردوي.

دغو درې واړو حکومت مخالفه ګوندونه د خپلو غوښتنو په حق کې د جون پر ۱۰مه په ټوله صوبه کې هړتال او مظاهرې وکړې او تر مودو پس په لومړي ځل ولېدل شول چې د عوامي نيشنل پارټۍ غړي او مشران په خلاصه پښه په لارو کوڅو او بازرونو کې ګرځېدل او حکومت مخالفه شعارونه يې ورکول.

سياست د کورونو له انګړه او تالارونو څخه بيرته ميدان ته د ورایستو دغه منظر ښايي د عوامي نيشنل ګوند په لکونو هغه غړو ته حوصله ورکړې وي چې له مودو راهيسې يې په وېره تره کې يې سياسي هلې ځلې کولې.

خو له دې سره سره د سياسي چارو کارپوهانو او څېړونکو ته هم دا يو نوی پرمختګ ښکاري.

په پېښور کې خبريال اېم رياض د عوامي نيشنل پارټۍ پراخ سياسي بهير ته د ورداخلېدو څلور وجې په ګوته کوي.

((زما په فکر څو لاملونه دي، يو دا چي اوس عوامي نيشنل پارټي په صوبه کې په واک کې نه ده نو ځکه د مخالفه قوتونو (لکه وسله والو طالبانو) لپاره د جنګ په لومړي صف ( کرښه یا فرنټ لاين) کې نه ولاړه، بل دا چي د پوځي عملياتو (ضرب عضب) له وجې امن و امان ښه شوی دی، درېيمه وجه يې دا ده چې دې ته کتل پکار دي چې له دوی سره په اتحاد کې څوک شامل دي. له دوی سره جميعت علمای اسلام ملګری دی. څلورمه وجه دا ده چې د بلدياتي انتخاباتو ستونزه ډېره ولسي بڼه لري نو ځکه دوی ته دا له ولس سره د رابطې جوړولو لپاره ډېره ګټوره ښکاري.))

لازمه ده چې يو څوک په وار وار په اور کې سوځي نو ورسره عادت شي.
میا افتخار حسین

د عوامي نيشنل ګوند جنرل سيکټري ميا افتخار حسين وايي، دوی نور له سختو ورځو سره عادت شوي دي البته زياتوي چې د وزيرستان عملياتو پر دوی د وسله والو د برېدونو فشار لږ کم کړی د:

(( اوس هم ماحول د پخوا په شان خطرناک دی او زموږ د ملګرو وژل لا هم بند شوي نه دي او موږ اوس هم د [وسله والو] په نظر کې يو خو دغه لړی دومره اوږده شوه چې موږ اوس ورسره عادت شوي یو. لازمه ده چې يو څوک په وار وار په اور کې سوځي نو ورسره عادت شي. موږ له داسې مشکل سره مخامخ يو چې اوس که هر څه کېږي و دې شي خو موږ له ولس سره خپله زړه رابطه بيرته بحالوو.))

دا چې عوامي نيشنل ګوند د بلدياتي انتخاباتو د نتيجو نه منلو پر اساس ځان بيرته پراخ سياسي ډګر ته د ورګډولو کوشش کوي خو له دې سره ورباندې ځېنې نيوکې هم کېږي.

په پېښور کې خبريال ګوهر علي وايې، که څه هم عوامي نيشنل ګوند په بلدياتي انتخاباتو کې د درغلۍ او د تحريک انصاف حکومت ناکامۍ پر ضد تحريک د ولس په ګټه بولي خو د ده په خبره چې ګوند برعکس د خپل سياسي ساک (یا شهرت او حیثیت) بحالولو لپاره دا وسیله استعمالوي.

ګوهر علي زياتوي، کله چې د تحريک انصاف مشر عمران خان د مبينه داندلۍ (یا ټګۍ) پر ضد په اسلام اباد کې د نواز شريف حکومت پر ضد درنه يا ناسته پیل کړه نو هغه وخت عوامي نيشنل ګوند دا دريځ خپل کړ چې بايد دا مسله په اسمبلۍ کې دننه حل شي نه چې پر سړکونو. خو د ګوهر علي په وينا نن پخپله دغه ګوند د خيبر پښتونخوا بلدياتي ټاکنو ستونزه د اسمبلۍ پر ځای پر سړکونو حلوي چې دا د دې پارټۍ له خپل پخواني دريځ سره متضاد کار دی.

XS
SM
MD
LG