د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ د پوځي فرمان موده وغځوله


اسلام اباد - د پاکستان قامي اسمبلۍ د څلورو میاشتو لپاره د هغه هېواد پوځي ترمیمي ارډېننس د مودې غځولو منظوري ورکړې.

د دوشنبې یا ګل پر ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د دفاعي چارو وزیر خواجه محمد اصف پرېکړه لیک وړاندې کړ چې د پاکستان پوځي ترمیمي لنډ مهاله قانون موده دې وغځول شي.

پر دې مهال د متحده قامي موومنټ غړو د پرېکړه لیک مخالفت وکړ او له تالاره دباندې ووتل.

دې عمل ته په کتو خواجه اصف وویل، د دې قرارداد مخالفت په سیاسي اساس کېږي او دا چې ((اېم کیو اېم ته مالومه ده چې عدالت ته به کش کول کېږي.))

ده وویل، اېم کیو اېم ګوند له دې قانونه خطر محسوسوي نو ځکه یې مخالفت کوي.

تر دې وینا وروسته، د قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې غړو په اکثریت د دې قانون یا فرمان مودې غځولو منظوري ورکړه.

د قانوني چارو پوه شهاب الدین خټک مشال راډيو ته وویل، د پاکستان ایین یا اساسي قانون قامي اسمبلۍ ته دا واک ورکړی دی چې د هغو قوانینو موده وغځوي چې د یوې خاصې مودې لپاره وي.

د دې فرمان یا ارډېننس له لارې پوځي عدالتونو ته واک ورکړل شوی دی چې پر پوځ یا قانون پلي کوونکو ادارو په بریدونو کې ککړو کسانو یا د هغو کسانو مرسته کوونکو، د پیسو لپاره د خلکو تښتوونکو، پر دولتي ودانیو او مذهبي لږکیو د حمله کوونکو مقدمو اورېدنه وکړي.

XS
SM
MD
LG