د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا درې اپوزیشن ګوندونه سبا د حکومت خلاف احتجاجي جلسه کوي


څو ورځې مخکې د اپوزیشن ګوندونو لاریون
څو ورځې مخکې د اپوزیشن ګوندونو لاریون

پېښور - د خیبر پښتونخوا درې اپوزیشن ګوندونو، عوامي نیشنل، پیپلز ګوند او جمیعت علمای اسلام (ف) په بلدیاتي ټاکنو کې د شویو درغلیو له کبله پر صوبايي حکومت د استعفا لپاره فشار زیاتولو په موخه د سې شنبې یا نهې پر ورځ د احتجاجي جلسې کولو اعلان کړی دی.

د مې پر ۳۰مه په شویو انتخاباتو کې د درغلۍ تر تورونو وروسته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي ول چې بیا انتخاباتو ته تیار دی خو د جمیعت علمای اسلام (ف) یوه مشر مولانا شجاع الملک د یکشنبې یا اتوار پر ماښام مشال راډيو ته وویل، د اوسني صوبايي حکومت په موجودګۍ کې د ټګۍ نه کېدو ضمانت نشته نو باید اېتلافي حکومت استعفا ورکړي.

د تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت له مستعفي کېدو انکار کړی دی.

په بلدیاتي انتخاباتو کې د اپوزیشن یاد درې ګوندونه هم متحدان ول.

څو ورځې مخکې د دې درې ګوندونو غړو په خیبر پښتونخوا کې کاربندیز هم کړی وو او هغه مهال یې ویلي ول چې د صوبايي حکومت تر استعفا پورې به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG