د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني ځواکونه وايي، د طالبانو مشر شامي محسود یې وژلی

د پاکستان امنیتي چارواکي د عوه کوي چې په سویلي وزیرستان کې د محسود طالبانو يو قومندان شامي محسود له خپلو شپږو ملګرو سره وژل شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي د عوه کوي چې په سویلي وزیرستان کې د محسود طالبانو يو قومندان شامي محسود له خپلو شپږو ملګرو سره وژل شوي دي.

د پاکستان استخباراتي چارواکو او د طالبانو سرچېنو د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته ويلي دي چې د طالبانو او امنيتي سرتېرو ترمنځ دغه نښته يوه اونۍ مخکې شوې وه چې په کې اووه نور مشکوکه وسله وال هم ژوبل شوي دي.

سرچېنو مشال راډيو ته ويلي دي چې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله د شامي محسود په مشرۍ شاوخوا ۲۵ طالبانو د روانې مياشتې په اتمه د سويلي وزيرستان په لده سيمه کې د امنيتي سرتېرو په يوه پوسته بريد وکړ، له دې وروستو امنيتي سرتېرو د پېښې ځای د توپ په يوه ګولۍ وداغلو چې په کې ياد طالب قومندان او ملګري يې ووژل شول.

سرچينو دا هم ويلي چې د دواړو خواو ترمنځ په دغه نښته کې ۱۱ امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

شامي محسود د لدها ډيويژن د طالبانو امير وو او پاکستان حکومت د ده د سرقيمت دوه کروړه روپۍ انعامايښی وو.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG