د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د خیریه ادارې سېو دي چلډرن دفتر تړلی دی


د پاکستان کورنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې نړیوالې خیریه ادارې سېو دي چېلډرن دفتر تړلی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې نړیوالې خیریه ادارې سېو دي چېلډرن دفتر تړلی دی.

کورنیو چارو وزارت بېګا ناوخته په یوه بیان کې پر دې ادارې د پاکستان ضد فعالیتونو کولو تور پورې کړی دی او ویلي یې دي چې دا اداره یې د استخباراتي مالوماتو پر اساس تړلې ده.

په پاکستان کې د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته ویلي، د ادارې کارکوونکو ته یې په ۱۵ ورځو کې د هېواد پرېښودو ویلي. سېو دي چېلډرن د پاکستانیو چارواکو پر دې ګام شدید انتقاد کړی دی.

دې ادارې بېګا رسنیو ته وویل، د حکومت دې اقدام ((دوی زښت اندېښمن کړي دي)) او دا چې د پاکستان په دفتر کې له دوی سره یوازې پاکستانیان کار کوي.

XS
SM
MD
LG