د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د هزاره ګانو قاتلان بهرنیان نه دي'


په کوټه کې هزاره مېرمنې د خپلو خپلوانو د وژنو پر ضد په ویر راوتلې دي.
په کوټه کې هزاره مېرمنې د خپلو خپلوانو د وژنو پر ضد په ویر راوتلې دي.

د هزاره قوم يو مشر وايي، په بلوچستان کې د استخباراتو او پوځ واکمني ده، او په خبره یې مملکت پخپله د دوى د خلکو په وژلو او فرقه ييزه ترهګري کې لاس لري

په کوټه کې پر هزاره ګانو وروستيو بریدونو بيا د دې قوم پر خلکو د ژوند ساحه را تنګه کړې او وايي چې په ښار کې خپلو سيمو کې ايسار ژوند کوي. د دې قوم مشران تور لګوي، چې پر دوی حملې د فرقه ييز اختلاف په نتيجه کې نه کېږي، بلکې د ریاستي ترهګرۍ ښکار دي.

هزاره توکمه شییعه ګان له لسګونو کلونو راهيسې په کوټه او د بلوچستان په ځينو نورو سيمو کې ژوند کوي، خو له تېرو شاوخوا پينځلسو کلونو راهيسې د فرقه ييز تبعيض له کبلهتر بریدونو لاندې دي. په کوټه کې تېر شاوخوا يو کال د هزاره ګانو د وژنو لړۍ لږ تر لږه تم شوې وه، خو د مې له پينځويشتمې یې بیا سر راټوکېدلې او د راپرونو له مخې په تېرو پينځلسو ورځو کې يوولس تنه هزاره توکمه شییعه ګان وژل شوي، چې اکثر يې دوکانداران او عام خلک دي. دغو هدفي وژنو د هزاره قوم خلک تر خپلو سیمو محدود کړي دي.

له يو سپين ږيري هزاره ابراهيم څخه مې وپوښتل، بازار ته چې ځي وېرېږي که نه :

″ولې نه وېرېږم، بازار ته نشم تلاى، مارکېټ ته د سودا لپاره نشم تلاى، که ولاړم وژني مې، بس همدلته پخپلو کوڅو کې کلابند پاته يو، زه والله که پخپله ګناه پوهېږم، موږ خو هم همدا کلمه وايو، د قرآن تلاوت کوو، حفظوو يې، خداى يادوو، دا څه بدبختي ده″

د هزاره ټاون يو ځوان سيد علي آغا وايي، د ده غوندې ځوانان په ښاري بسونو کې له ډاره سفر نه شي کولاى، چي ډېر ضرور کار ور پېښ شي، نو په موټرسايکلونو په پټ مخ بازار ته ځان و رسوي:

″تېر کال چي کومه پېښه له موږ سره وشوه او اوس چي څه کېږي نو ظاهره ده چي وېرېږو، بازار ته خو نه ځو چي ځو نو په موټرسايکلونو ځو په ښاري بسونو کې نه ځو، خو له کوره چي وځو د کور يوه ښځه راسره بيايو، ځکه له ښځو سره مو امنيت خوندي وي. تعليم مي هم نيګړى پاته شو، د لسم ټولګي تر پاسېدو وروسته ښار ته ″موسى کالج″ ته تګ وو، خو د ناامنۍ له امله مي مور له کوره دباندې نه پرېږدي″

د کوټې په مري اباد او هزاره ټاون کې افغان هزاره ګان هم له ځايي هزاره ګانو سره ګډ ژوند کوي او هغوى هم وخت په وخت د فرقه ييز تاوتريخوالي په لړ کې د هدفي پېښو او بمي بريدونو ښکار شوي دي. د افغانستان د غزني د جاغوري ولسوالۍ يو ځوان لياقت علي وايي ډېرى افغان هزاره ګان په کوټه کې د امنيتي خطرونو له امله يا افغانستان او يا نورو هېوادونو ته کډه شوي دي:

″که ريښتيا ووايم ژوند مو دلته ستونځمن دى، هر څوک يو ډول په اروايي ناروغۍ اخته شوى، چي دباندې را وځو هم کورنۍ مو ډاډه نه وي چي موږ چېرې يو چېرې نه يو، سلامت ور ستنېږو که نه، دا اوس هم چي موږ دلته ولاړ يو احتمال شته چي چاودنه يا بله پېښه وشي، د همدغې وضعيت له امله ډېر کډه شول، ډېرو ځايي هزاره ګانو- چي دلته يې کورونه هم لرل او مهاجر نه وو- له افغان هزاره ګانو په استفادې سره نورو هېوادونو ته کډه شول″

هزاره ګان چي د پاکستان تر جوړېدو وروسته دلته مېشت شوي، پخوا د کوټې په شمول د بلوچستان په نورو پښتني سيمو کې هم اوسېدل، خو د وروستيو ناامنيو له امله دوى اکثر يا کوټې ته او يا نورو هېوادونو ته کډه شول. د کوټې اوسېدونکى محمد رازق هزاره وايي، خلک يې د يوې دسيسې له مخې د مذهبي افراطيانو له خوا وژل کېږي:

″هغه خلک چي جنت ډېر خوښوي او جنت ته په لنډه راځي هغوى دا ډول حالات جوړوي، دا يوه لويه دسيسه ده، موږ خو سيکولر او تعليميافته خلک يو موږ جنجال نه غواړو، ځکه دوى پر موږ ډېرې حملې کوي، البته دلته روزګار او کاروبار نه شته، په دې وجه خلک متاثره کېږي او خامخا به نورو ملکونو ته روان وي، خو داسې مو زړه نه دى چي دا ښار پرېږدو او موږ لاړ شو، دا نه شي کېداى، چي موږ ګرده هم ختم شو خو موږ په دې ښار کې اوسېږو او په هر قيمت دا ښار په مينه او محبت ابادوو″

د هزاره قوم يو مشر وايي، په بلوچستان کې د استخباراتو او پوځ واکمني ده، او په خبره یې مملکت پخپله د دوى د خلکو په وژلو او فرقه ييزه ترهګري کې لاس لري:

″موږ په بلوچستان کې د حکومت ترهګرۍ قرباني يو او حکومت زموږ په وژلو سره دلته د بلوڅو د وسلوال مقاومت په خلاف ابهام پيدا کوي او د حکومت په مقاومت ضد عملياتو کې موږ وژل کېږو او نړۍ ته دا ښوول کېږي، چي په بلوچستان کې فرقه ييز اختلاف او افراطيت دى، خو دلته داسې هېڅ نشته، دا د مذهب د سياسي استعمال شخړه ده، چي موږ پکې وژل کېږو″

د هزاره قومي جرګې مشر حاجي عبدالقيوم چنګېزي وايي، «په بلوچستان کې په تېرو شپاړلسو کلونو کې د هزاره قوم پر خلکو په لسګونه هدفي حملې، بمي او ځانوژونکي بريدونه شوي دي، تر دوه زره زیات وګړي مو وژل شوي او شاوخوا څلور زره پکې ټپيان شوي دي»

قيوم چنګېزي وايي په پاکستان کې د نفوسو د شمېر له مخې تر ټولو زيات د هزاره قوم خلک د ترهګرۍ قرباني شوي دي:

″که حکومت وغواړي چي واقعاً ترهګري ختم شي، نو ولې په تېرو شپاړسو کلونو کې- چي زموږ پر خلکو څومره حملې شوي- يو حمله کوونکى نه نيول شوى او که نيول شوى محاکمه شوى نه دى، نو حيران چي موږ چېرې لاړ شو، څه وکړو، چاته فرياد وکړو، موږ د پاکستان له بېلابېلو وزیر اعظمانو او ولسمشرانو هم غوښتنه کړې، د بلوچستان څومره حکومتونو ته مو چيغې وکړې، خو هېڅوک مو هم چيغې نه اوري″

د هزاره قوم د مشرانو پر ټولو ادعاوو او تورونو برسېره د بلوچستان صوبايي حکومت پر هزاره توکمه شییعه ګانو د بریدګرو په خلاف د عملياتو ادعاوې کوي او وايي چي په هر ډول افراطيت او ترهګرۍ کې ښکېل کسان به نيسي او په جزا به يې رسوي. د بلوچستان د داخله چارو وزير مير سرفراز بګټى وايي:

″په هدفي وژنو کې چي څومره خلک هم لاس لري د هغوى پر ضد عمليات کوو او دا عمليات به دوام لري، دا د دې هېواد پر ضد دسيسه ده، دا د هغو ټولو دسيسو برخه ده، چي په نتيجه کې يې د چين- پاکستان اقتصادي لارې پروژې تر لاسليک وروسته دلته پېښې شوې دي او څنګه چې دښمن نن د هر ډول دسيسو او ترهګرۍ په وسيله پر موږ حملې کوي، موږ ټول به يې په ګډه مخته درېږو او دسيسه به يې له ماتې سره مخامخوو″

د يادونې وړ ده چې په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې پر شییعه مذهبه هزاره ګانو د پخوانيو اکثرو حملو مسووليت سني وسلوالې ډلې لښکر جنګوي پر غاړه اخيسته، خو په تېرو پينځلسو ورځو کې په پرله پسې هدفي پېښو کې د وژل شويو هزاره ګانو مسووليت تر اوسه هېڅ یوې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى او دا پخپله يوه پوښتنه راپيدا کوي، چي آيا پر هزاره ګانو په وروستيو حملو کې څوک لاس لري؟

XS
SM
MD
LG